د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د م.م ځانګړي استازي د افغان سولې پر بهیر ټینګار وکړ


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سولې پر بهیر ټینګار وکړ.

تدامیچي یاماموتو د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل راپور کې وویل چې ژمی را روان دی او داسې اټکل کېږي چې طالبان به بیا د سولې خبرو ته لېوالتیا ښکاره کړي.

یاماموتو بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې هڅو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

"د سولې پر کوم تړون چې افغان حکومت او اسلامي حزب خبرې کوي، دا د دې څرګندونه کوي چې حکومت د روغې جوړې خبرو ته لېواله دی. له تجربو ښکاري چې د سولې خبرې ښایي میاشتې او کلونه وغواړي، خو داسې ګامونه باید واخېستل شي چې د حکومت او طالبانو تر منځ هم اعتماد رامنځته شي ترڅو دوامداره خبرو ته لاره هواره شي."

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی یا یوناما مشري هم کوي، زیاته کړه چې جګړې د افغانستان د پرمختګ بهير ټکنی کوي او له ناامنیو سره هغه مرستې ضایع کېږي چې له افغانانو سره یې نړیوال کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دا خبره هم وکړه چې افغانستان باید پر ځان متکي شي، خو ده وویل، تر هغو چې جګړې وي دا ګرانه ده چې دغه هېواد په خپلو پښو ودریږي.

یاماموتو بیا وویل چې روان کال له امنیتي پلوه په افغانستان کې یو بل سخت کال دی خو تر تېر کال افغان ځواکونه برلاسه دي.

یاماموتو بیا وویل چې روان کال له امنیتي پلوه په افغانستان کې یو بل سخت کال دی
یاماموتو بیا وویل چې روان کال له امنیتي پلوه په افغانستان کې یو بل سخت کال دی

یاماموتو زیاته کړه:

"کابل د یو لړ ځان وژونکو بریدونو شاهد و، د یو شمېر ولایتونو مرکزونه لکه لښکرګاه، ترینکوت او کندز ښار تر سخت فشار لاندې لاندې راغلي، خو یو ښار هم سقوط نه دی کړی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه که له تېر کال سره پرتله کړو، نو توانیدلي دي چې ډېر مؤثره ځواب ورکړي."

د یوناما مشر په خپل راپور کې د بروکسل غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان حکومت باید له دې فرصته سمه استفاده وکړي څو تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د نړیوالو له مرستو ګټه واخلي.

د بروکسل غونډه د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه پیلېږي.

په دې غونډه کې به د شاوخوا پنځوسو هېوادونو او د څه باندې څلویښتو نړیوالو موسسو استازي برخه واخلي.

د یوناما مشر په خپلو خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له پاکستانه افغان کډوال افغانستان ته را روان دي او لکه څرنګه چې ورته ګورو په دې ډول به په لنډ وخت کې د ستنو شویو شمېر ښایي یو میلیون ته ورسېږي چې ژمی راروان دی او د دوی د مرستوغم باید وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG