د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

جاهد: باید د پولیسو لیکو ته ۵۰۰۰ ښځینه پولیس جذب کړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د اروپايي ټولنې د پولیسو مأموریت دوه ورځنۍ ګډه ناسته د سې شنبې په ورځ کابل کې جوړه شوه.

د کورنیو چارو او د اروپایي ټولنې د پولیسو مأموریت چارواکو وویل، د پولیسو په لیکو کې د ښځو او نجونو موجودیت کولای شي چې په امنیتي، کشفي، د جرمونو په مخنیوي او د ټولنې په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل، د هېواد اوسني حالات ایجابوي چې د پولیسو لیکو ته په شرایطو برابرې نجونې او ښځې جذب شي.

ښاغلي جاهد وویل، هڅې تېزې شوي چې تر ۱۴۰۲ لمریز کال پورې د پولیسو په لیکو کې د ښځو او نجونو شمېره شاوخوا دوه برابره کړي.

جاهد د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور یو ضروري امر ګڼي
جاهد د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور یو ضروري امر ګڼي

ښاغلی جاهد زیاتوي:

"د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت کولای شي د ښځو د حقونو او د هغوی د ستونزو د حل‎لاره کې مهم رول ولوبوي، موږ باید د پولیسو لیکو ته ۵۰۰۰ ښځینه پولیس جذب کړو."

ده وویل، ښځینه پولیس کولای شي چې له افغان مېرمنو او کورنیو سره په مختلفو حالاتو کې د نارینه پولیسو په پرتله زیاته مرسته وکړي.

په غوڼده کې ټینګار وشو چې افغان مېرمنو او ښځو ته دې په ټولنه او کاري چاپېریال کې داسې اسانتیاوې برابرې شي چې د پولیسو په لیکو کې کار کولو ته وهڅېږي.

په غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولا غني وویل، د پولیسو په لیکو کې د ښځو شتون، په ټولنه کې د قانون پلي کول اسانولای شي.

دې په خپلو خبرو کې د کورنیو چارو وزارت او د اروپايي ټولنې د پولیسو مأموریت له دغه اقدام ملاتړ څرګند کړ.

رولا غني وویل، د پولیسو په لیکو کې د ښځو شتون، په ټولنه کې د قانون پلي کول اسانولای شي.
رولا غني وویل، د پولیسو په لیکو کې د ښځو شتون، په ټولنه کې د قانون پلي کول اسانولای شي.

مېرمن غني وویل:

"د خوښۍ ځای دی چې ګڼ شمېر ښځینه پولیسې په دې تالار کې راټولې شوي او حاضرې دي چې افغانستان ته خدمت وکړي، زه پرې ویاړم. زه د یوې افغانې په صفت ستاسې څخه خپل ملاتړ اعلانوم."

سربېره پر دې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر وویل، د ښځینه پولیسو د کمیت تر څنګ ضروري ده چې د دوی ظرفیتونه هم لوړ شي.

مېرمن سمر وویل، د هېواد پر نافذو قوانینو او د بشري حقونو پر اصولو د نارینه او ښځینه پولیسو پوهول، مهم اصل دی.

سمر وویل، د ښځینه پولیسو د کمیت ترڅنګ ضروري ده چې د دوی ظرفیتونه هم لوړ شي.
سمر وویل، د ښځینه پولیسو د کمیت ترڅنګ ضروري ده چې د دوی ظرفیتونه هم لوړ شي.

اغلې سمر زیاته کړه:

"موږ په خپل کمېسیون کې یو ځانګړی ډیپارټمنټ جوړ کړی او د درې ګونو امنیتي ارګانونو سره مو د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړی، یوه برخه‌یې د دې ارګانونو روزل او بله برخه کې یې په بشري حقونو او نړیوالو قوانینو د هغوی پوهول شامل دي، هیله ده په دې کار کې بریالي شو."

د اروپایي ټولنې د پولیسو مأموریت استازې مېرمن پیا هم د پولیسو په لیکو کې د افغان مېرمنو شاملېدل اړین وبلل او په دې برخه کې یې د کورنیو چارو له وزارت سره د مرستو ژمنه وکړه.

پخوا تر دې هم د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د پولیسو په لیکو کې به د ښځو د ګډون لپاره اسانتیاوې برابرې کړي خو په دې لیکو کې د ښځو د شمېرې زیاتېدل په سستۍ سره پر مخ ځي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې ځینې ښځینه پولیسې وايي، اوس هم په یاده برخه کې ښځو ته مناسب کاري چاپېریال نه‎دی رامنځته شوی.

رضایي وویل، په‎کار ده چې له ښځینه پولیسو سره د نارینه له‎خوا له تعصبه ډک چلند ونه‎شي
رضایي وویل، په‎کار ده چې له ښځینه پولیسو سره د نارینه له‎خوا له تعصبه ډک چلند ونه‎شي

یوې ښځینه پولیسې وحیدې رضایي وویل، په‎ کار ده چې له ښځینه پولیسو سره د نارینه‌وو له‎خوا له تعصبه ډک چلند ونه‎شي او له ظرفیتونو څخه‌یې په تصمیم نیوونکو ارګانونو کې هم کار واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په روانه غونډه کې به هغه لارې چارې ولټول شي او تصامیم به ونیول شي چې د ښځینه پولیسو حقونه پر ځای او فعالیتونو ته‌یې مناسب چاپېریال رامنځته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG