د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اډامز: د ښځینه پولیسو لپاره لازمې اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي


د بشري حقونو د څارټولنې په افغانستان کې د ښځینه پولیسو لپاره د کار د یوې ډاډمنې فضا پر نشتوالي اندېښنه ښودلې.

دې ټولنې ویلي دي، چې افغان ښځینه پولیسو ته د جلا تشنابونو او د جامو بدلولو د خونو د نشتوالي له وجې د دې امکان برابر شوی چې نارینه په بد نظر ورته وګوري او په ځینو حالاتو کې ناوړه جنسي چلند ورسره وکړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د ښځینه پولیسو لپاره ځانګړي تشنابونه او د جامو بدلولو ځایونه جوړ کړي څو د نارینه وو له جنسي ازار څخه په امن کې وي.

دې ډلې په هغه راپور کې چې پر خپله رسمي ویبپاڼه یې خپور کړی ویلي، چې یوازې د څو ولایتونو د پولیسو په مرکزونو کې د مېرمنو لپاره داسې تشنابونه او د جامو بدلولو خونې چې بندېږي شته.

ښځې د افغان پولیسو د څه باندې یوسل او پنځوس 150 زره کسیز ځواک په سلو کې یوازې یواعشاریه څلور برخه جوړوي خو دا پرله پسې غوښتنې چې باید د ښځو لپاره داسې ځایونه چې مخکې یې یادونه شوه جوړ شي په ولایتونو کې له پامه غورځول شوي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د آسیايي برخې مشر براډ اډامز Brad Adams وايي، د ښځینه پولیسو لپاره د کار د یوه مصوون ځای د برابرولو په برخه کې د افغان حکومت پاتې راتلو ښځې له دې خطر سره مخامخ کړي چې نارینه په بدنظر ورته وګوري.

اډامز وايي چې دا یوازې د تشناب خبره نه بلکې د ښځو د دې حق د رسمیت پېژندنې خبره ده چې دوی په افغانستان کې د قانون په تنفیذ کې یوه مهمه ونډه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د بشري حقونو د څار ټولنې د دې انتقاد په وړاندې په ځواب کې وویل که څه هم د پولیسو په لویو مرکزونو کې ښځینه افسرانې ځان ته تشنابونه او د جامو بدلولو ځایونه لري خو بیاهم ده دا ومنله چې دا امکانات په ولایاتو کې نشته.

صدیق صدیقي وویل چې حکومت د دې ستونزې د له مینځه وړلو په برخه کې کار کوي او د پولیس ځواک په لیکو کې شاملو 2200 ښځو ته د کار د یوې ډاډمنې فضا د رامینځ ته کولو لپاره یې په دې وروستیو کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون یوه مشورتي شورا هم جوړه کړې ده.

صدیقي زیاته کړه، چې دوی په پام کې لري د ښځینه پولیسو شمېر د 2014 کال ترپایه پنځو زرو ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG