د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ارګ: بامیان کې هېڅ خبریال نه‌دی وهل شوی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د بامیان ولایت ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال هېڅ خبریال وهل شوی ډبول شوی نه‎دی.

د ولسمشر غني یوه مرستیال ویاند هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، د بامیان ولایت ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال یو شمېر خبریالان وهل شوي ډبول شوي او یا ورسره ناوړه چلند شوی دی.

یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې په بامیانو کې یې څو همکاران د امنیتي ځواکونو له‎خوا وهل شوي ډبول شوي دي او یا هغوی ته اجازه نه‎ده ورکړل شوې چې دې ولایت ته د ولسمشر د سفر عکسونه او وېډیو چمتو کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، بامیان ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره ملګری و او دې ولایت کې یې د دې سفر پر مهال د خبریالانو سره د زور زیاتي هېڅ مورد نه‌دی لیدلی.

د ښاغلي مرتضوي په وینا، یو شمېر خبریالانو د روښنايي غورځنګ د اعتراضونو پر مهال خپل کار پرېښود او له اعتراض کوونکو سره یوځای شول.

مرتضوي: یو شمېر خبریالانو د روښنايي د غورځنګ د اعتراضونو پر مهال خپل کار پرېښود.
مرتضوي: یو شمېر خبریالانو د روښنايي د غورځنګ د اعتراضونو پر مهال خپل کار پرېښود.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"زه خپله په بامیان کې وم. خبریالانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شوې وې. ما خپله خبریالان رهنمايي کړل. دوی ته د خبر او راپور جوړولو ټولې اسانتیاوې موجودې وې. هغه خبریالان چې مسلکي کار یې کاوه ټول موجود وو. خو هغه خبریالان چې له اعتراض کوونکو سره یوځای شوي وو او خپل مسلکي کار یې پرېښی و، هغه د هغوی خپله ستونزه وه."

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې ورځې په سهار د بامیان هوايي ډګر او د دې ولایت د لویې لارې د پرانیستنې په مراسمو کې ګډون لپاره، دغلته ورغلی و.

د ولسمشر غني د دې سفر پر مهال د روښنايۍ غورځنګ یو شمېر غړي د بامیان ښار لارو کوڅو ته راووتل او یو ځل بیا یې وغوښتل چې له ترکمنستانه دې د پنځه سوه کېلو ولټه برېښنا مزي له دې ولایته تېر شي.

وروسته اعتراضونه په تاوتریخوالي بدل شول، پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره پر هغوی اوبه وشیندلې.

سره له دې چې د ولسمشر ویاند وايي، له هېڅ خبریال سره د دې سفر پر مهال ناوړه چلند نه‌دی شوی، خو یو شمېر خبریالان دغلته د امنیتي ځواکونو له چلند شکایت کوي.

د سلام وطندار خبریال الیاس طاهري وايي، امنیتي ځواکونو ورته سپکاوی کړی او وهلی ډبولی یې دی.

ښاغلی طاهري وايي:

"امنیتي ځواکونه چې ښايي د امنیت د لسم ریاست څخه وو، یا به خپله د ولسمشر ساتونکي وو، زما او زما د همکار اسحاق اکرامي مخې ته ودرېدل. له هغه څخه د وسایلو په اخیستلو ونه‌توانېدل او ځان‌یې ترې خلاص کړ. خو له بده مرغه زه په لاس ورغلم چې ډېر غیرې انساني چلند یې راسره وکړ. سپکاوی یې راته وکړ."

د ازادي راډیو، اینه او تمدن ټلوېزیونونو د خبریالانو په شمول یو شمېر نورو خبریالانو هم بامیانو ته د ولسمشرد سفر پر مهال له دوی سره د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کړی.

په عین حال کې یو شمېر معترضان چې وايي، د روښنايۍ غورځنګ غړي دي هم ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو وهلي ډبولي دي.

یو شمېر معترضان چې وايي، د روښنايۍ د غورځنګ غړي دي هم ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو وهلي ډبولي
یو شمېر معترضان چې وايي، د روښنايۍ د غورځنګ غړي دي هم ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو وهلي ډبولي

تردې مخکې د "افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی" ویلي و چې بامیان ته د ولسمشر د سفر په درشل کې د ۳۰ په شاوخوا کې خبریالان او مدني فعالان نیول شوي دي.

نی وايي، د بامیان والي طاهر ظهیر د دې فعالانو د نیولو حکم ورکړی دی.

دې ادارې له چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره دې نیول شوي کسان خوشې کړي او د دوی نیوونکي دې چې د نی په وینا یې قانون مات کړی ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG