د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن بامیان ولایت ته سفر کړی.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي، ولسمشر غني د دغه سفر پر مهال د بامیان ولایت هوایي ډګر او د میدان ښار-بامیان لوړه لار رسماً پرانېستل.

تمه ده چې ولسمشرغني دغلته یوې غونډې ته هم وینا وکړي.

له ولسمشرغني سره په‎دې سفر کې د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د کابینې یو شمېرغړي او په کابل کې د امریکا او ایټالیا سفیران ملتیا کوي.

XS
SM
MD
LG