د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ارګ: پر امریکایي پوهنتون حمله د ډیورنډ کرښې اخوا طرحه شوې وه


افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، په خپله خاوره کې د هغو تروریستانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون یې حمله پلان کړې وه.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشراشرف غني نن په دې اړه د ملي امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ټيلیفوني خبرې کړي دي.

ښاغلی مرتضوي وایي، اسناد ښیې چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې طرحه شوې وه.

مرتضوي وایي، اسناد ښیې چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې طرحه شوې
مرتضوي وایي، اسناد ښیې چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې طرحه شوې

دی وايي:

"د اسنادو څېړنه او د ملي امنیت ریاست مؤثقه موندنې ښیې چې حمله د ډیورنډ کرښې له اخوا طرحه او مدیریت شوې ده. د پېښې او اسنادو په اړه لا زیاته پلټنه جریان لري."

نوموړی وایي، جنرال شریف ولسمشرغني ته ویلي چې د موضوع تر څېړنې وروسته به د خپلو اقداماتو د څرنګوالي په اړه افغان لوري ته معلومات ورکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند وایي، ولسمشر د پوهنتون د بېرته رغولو سپارښتنه کړې او طبي پرسونل ته یې ویلي چې د پېښې د ټپيانو په درملنه کې هيڅ راز هڅې و نه سپموي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون ته څېرمه تېره شپه شاوخوا اووه بجې لومړی یو موټر بم چاودنه وشوه او بیا دوه حمله کوونکي پوهنتون ته دننه ننوتل.

په دغه حمله کې د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې ۱۳ کسه په‎کې و وژل شول، اووه محصلان، یو ښوونکی، دوه ساتونکي او درې امنیتي ځواکونه شامل دي او پنځه څلویښت تنه ټپيان دي چې په‎کې نهه پولیس او پاته نور محصلان او د پوهنتون کارکوونکي دي.

ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د پېښې د څېړنې لپاره چمتو دي له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د دې پوهنتون دوه استادان هم د نامعلومو کسانو له خوا په کابل کې یرغمل شول چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.

په همدې حال کې د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد سید خالد سادات دا حمله د هغو کسانو کار پولي چې غواړي افغانستان په راتلونکې کې له علمي کادرونو بې برخي شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"د افغانستان دښمنان غواړي په راتلونکې کې دغه هېواد کادرونو له کمښت سره خاصتاً د سیاسي رهبرۍ په برخه کې مخامخ شي. نو فکر کوم دا د دې حملې لومړی هدف دی."

پر امریکایي پوهنتون حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

نوموړی همدا راز وایي، حمله کوونکي غواړي په دې سره په افغانستان کې د تحصیل او زده کړو بهیر ګډوډ کړي.

د افغانستان پر امریکایې پوهنتون د پيښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG