د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

عبدالرحیمزی: د سولې او ملي پرمختګ طرحه بشپړه شوې


د افغانستان مالیې وزارت وايي، د هېواد د ملي پرمختګ طرحه بشپړه شوې او هیله ده چې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په دې طرحه کې د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونه ځای شوي دي.

د مالیې وزارت وايي، د هېواد د پرمختګ ملي طرحه چې بروکسل ناستې ته به وړاندې شي په ځان بسیاینې، د صادراتو او وارداتو په زیاتېدو،اقتصادي پرمختګ، د پیسو په لګښت کې روڼتیا او حساب ورکونې متمرکزه ده.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا طرحه د نړیوالې ټولنې له استازیو سره هم شریکه شوې ده.

ښاغلي رحیمزي وویل حکومت د نړیوالې ټولنې مرستې د هغوی له شرایطو سره چې د اصلاحاتو راوړل او له فساد سره مبارزه ده لګوي او له هغوی هم غواړي چې مرستې د افغان حکومت د لومړیتوبونو په اساس ترتیب او په ملي بودیجه کې یې شاملې کړي.

هغه زیاته کړه:

"د نورو آمادګیو تر څنګ د افغانستان د سولې او ملي پرمختګ طرحه په بروکسل کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کېږي، زموږ د چمتووالي له مخې ویلی شو چې نړیواله ټولنه به د خپلو طرحو له مخې د مرستې د اعلان لپاره قانع کړو."

د بروکسل کنفرانس د اکتوبر په څلورمه او پنځمه ترسره کېږي او تمه ده څه باندې اویا هېوادونه او شل سازمانونه په کې د افغان حکومت د وړاندې کېدونکو طرحو په اساس اقتصادي مرستې وکړي.

افغان حکومت وايي، بروکسل کنفرانس له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د نړیوالو مرستو د جلب لپاره د توکیو او لندن د نړیوالو کنفرانسونو په دوام ترسره کېږي.

په ۲۰۱۲ کال کې په توکیو کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره د ۱۶ میلیاردو ډالرو مرسته وکړه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د لندن په کنفرانس کې دا مرسته بیا تکرار کړه.

خو ځینې اقتصادي کارپوهان د مرستو د جلب لپاره د افغان حکومت اوسنۍ اقتصادي طرحه بشپړه نه بولي.

سیف الدین سیحون یو له همدغو کارپوهانو دی او وايي، له دې چې حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی نړیواله ټولنه به مرستې ورسره د دوی د طرحو په اساس نه بلکې د خپلو پروګرامونو په اساس ترسره کړي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

هغه وايي:

"کوم پروګرام چې دوی یې وړاندې کوي دېرش پاڼې لري، د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه بشپړه او سټراټیژیکه طرحه په دېرشو پاڼو کې نه ځاېږي، د اقتصادي پرمختګ لپاره طرحه به د دې لپاره چې ټولې ټولنیزې اړتیاوې په کې ځای شي لږ تر لږه په پنځه سوه پاڼو کې باید ځای او نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي."

ښاغلی سیحون وايي، حکومت باید د پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې تر مرستو په کورنیو منابعو اتکا زیاته کړي او که مرستې ترلاسه کوي هم باید په لګښت کې یې روڼتیا رامنځته او فساد له منځه یوسي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG