د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

سرنوشت: د سقوط او بېرته نیولو لوبه


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ او د ځینو نورو سیمو د سقوط پر څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي طالبان د کندز له خان اباد ولسوالۍ څخه چې یوه ورځ وړاندې یې نیولې وه وشړل شول.

همدا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي کندز ښار د وسله والو طالبانو په محاصره کې دی، ښار باندې د دښمن له لوري اوبه او د برېښنا جریان پرې شوې.

سرنوشت:

د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې عنوان دی د سقوط او بېرته نیولو لوبه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا سمه ده چې افغان ځواکونه د یوې سیمې د بېرته نیولو توان لري او پياوړي هم دي.

د لیکوال په باور که افغان ځواکونه له سقوط وړاندې په یوه سیمه تمرکز وکړي او فشار پرې راوړي، نو وسله وال مخالفین دومره توان نه لري چې د افغان ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د لیکوال په باور د ولسوالیو او سیمو سقوط او بېرته نیول افغان دولت ته سخت زیان اړوي اومخالفین پیاوړي کوي او ځینې ولسوالۍ چې ژر بېرته ونه نیول شي، نو بیا د وسله والو مخالفینو پر پياوړو مرکزونو بدلېږي.

اصلاح:

اصلاح ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلي دا چې په دې وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې، دا د پاکستان د هغه فشار د غبرګون پایله ده چې نړیوالو په دې هېوادو باندې اچولی.

د سرمقالې په پایله کې یادونه شوې که څه هم وسله والو د افغانستان په ځینو سیمو کې ټکنی پرمختګ کړی، خو د لیکوال په باور بیا به هم کومه پایله ترلاسه نه کړاي شي او له ماتې سره به مخ شي.

دنیا:

د دنیا ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې پاکستان هغه هېواد چې په هیڅ برخه کې ورباندې باور نه شي کېدای.

د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان په سیمه کې په سیاسي او اقتصاد بې ثباتۍ باندې فکر کوي نه د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او همکارۍ باندې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي پاکستان له تروریزم سره د همکارۍ له امله د نړیوالو ترکلک فشار لاندې دی، نو له همدې امله یاد هېواد هم غواړي چې افغانستان تر فشار لاندې وساتي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې لیکلي که په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په لرو پرتو سیمو یا کرښې ته څېرمه طالبانو ته د سر پورته کولو موقع نه وای ورکړل شوې، ښايي خبره د والسوالیو تر سقوط او د لویو لارو تر تړلو نه وای رسېدلې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که څه هم غوڅ ملاتړ ماموریت له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو په ملاتړ بمباري وکړه، خو نه یې د بغلان په دهنې غوري کې د وسله والومخه ډپ کړای شوای اونه یې هم د کندز د خان اباد ولسوالۍ د سقوط مخه ونیوای شوای؟

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې د روانو بدمرغیو ځواب به چارواکي ورکوي.

XS
SM
MD
LG