د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ولې مسکو د کمونیستانو د ناکامې کودتا د لمانځلو مخه ونیوله؟


د مسکو چارواکو سیاسي فعالانو ته اجازه ورنه کړه چې په ۱۹۹۱ کال کې د کمونیستانو د کودتا د ناکامولو پنځه ویشتمه کالیزه په شاندارو مراسمو ولمانځي.

د دغې کودتا د مخنیوي په یوې تلپاتې صحنه کې بوریس یلتسن دیوه ټانک د پاسه د تندلارو کمونیستانو په وړاندې درېدلې وو چې په نتیجه کې يې وروسته بیا شوروي اتحاد ړنګ شو.

د پخواني شوروي اتحاد سیاسي مخالفینو په دې سخت اعتراض وکړ چې ولې دوی ته د ۱۹۹۱ کال داګست میاشتې د تاریخي کودتا د ناکامولو د کلنۍ لمانځنې اجازه ورنه کړل شوه او د مسکو د چارواکو پرېکړه يې پنځه ویشت کاله وروسته د کودتا چیانو یو بری وګاڼه.

د مسکو چارواکو پرېکړه کړې چې سږکال دغې غونډې ته چې ټاکل شوې وه د اګست په شلمه د شنبې په ورځ ترسره شي د ښار په مینځ کې اجازه نه ورکوي.

ټاکل شوې وه دا غونډه د هغو زرګونو مظاهره چیانو یاد ولمانځي چې د اصلاح غوښتونکي جمهور رئیس میخائیل ګرباچوف خلاف د تندلارو کمونیستانو د کودتا د مخنیوي لپاره د بوریس یلتسن په مشري د روسیې د پارلمان مخې ته هغه مهال راټول شوي وو.

بوریس یلتسن هغه مهال د شوروي اتحاد د روسیې د جمهوریت ولسمشر وو.

د شنبې د ورځې د غونډې جوړوونکو داهم نیت درلوده چې د هغو درېیوو مظاهرچیانو یاد هم ولمانځي د دغو مظاهرو په ترڅ کې چې په نتیجه کې یې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته نوې روسیه وزېږېده ووژل شول.

د مسکو چارواکو د تېرې سې شنبې په ورځ فعالانو ته وړاندیز وکړ چې کولای شي د ښار په شمال ختیځ کې په یوه باغ کې غونډه وکړي.

دوی وویل چې د ښار په مینځ کې د سړکونو د رغولو کار روان دی او د ترافیک د بندیز اندېښنه شته.

په داسې حال کې چې جمهور رئیس ویلادیمیرپوتین چې د شوروي اتحاد نسکورېدل يې د شلمې پېړۍ تر ټولو لوی ناورین ګڼلی دی تورن شوی چې د خپل جمهوري ریاست په دریمه دوره کې یې ملت پالنې او استبداد ته مخه کړې د کمونیستانو د کودتا د شنډولو پنځه ویشتمې کالیزې یو بل اهمیت هم موندلی دی.

د کلنۍ غونډې ترتیبوونکي وایي چې په تېرو څلورویشتو کلونو کې یې د دغه مناسبت د لمانځنې اجازه ترلاسه کړې او په مسکو کې د سړکونو درغولو کار بشپړ شوی دی.

دوی نیت درلوده چې دراتلونکې دوشنبې په ورځ د مسکو په یوه چوک کې دروسیې درې رنګه بیرغ اوچت کړي او وویل چې د مسکو چارواکو د بیرغ د اوچتولو لپاره کوم بل ځای نه دی ورته په ګوته کړی.

الیکسي وینیدیکتوف د ایکو موسکوې د راډیو مسئول مدیر په ټویټر کې خپل یو پیغام کې د مسکو په ښاروال سیرګي سوبیانین غږ وکړ چې له خپلې پرېکړې واوړي.

خو ځینو نورو فعالانو لکه ویبلاګر لیکوال ساشا سوتنیک وویل چې دوی د مسکو د چارواکو پرېکړې ته پام نه کوي اوکوښښ به وکړي چې د پلان سره سم غونډې ته راټول شي.

ښاغلي سوتنیک د مسکو د چارواکو پرېکړه وغندله او وویل چې پنځه ویشت کاله وروسته یې بالاخره کودتاچیانو ته یو بری ور په نصیب کړ.

د مسکو ځوان اوسېدونکي اوس ددغې ناکامې کودتا په هکله ډېرڅه په ذهن کې نه لري.

سوتنیک زیاته کړه:

"زه هغه مهال کوچنۍ وم، خو دغه واقعه مې یادېږي، زه پوهیږم چې په مسکو کې د پارلمان ودانۍ بمباردمان شوه، د اصلاحاتو ضد کودتا، ټول د شوروي اتحاد په ړنګېدو ختم شول."

د ۱۹۹۱ کال د کودتا هڅه د بېړنیو حالاتو د دولتي کمېټې د تندلارو چارواکو لخوا شوې وه.

دغې کمېټې اته غړي درلودل چې هڅه يې وکړه میخائیل ګرباچوف وپرځوي او د اصلاحاتو او شوروي اتحاد د ړنګېدو مخه ونیسي، اوه کسه یي ونیول شول او یوه یې ځان وواژه.

XS
SM
MD
LG