د لاسرسي لېنکونه

پر ګورباچوف تر کودتاه چا ګمان نه‌کاوه چې شوروي اتحاد دې وپاشل شي


د امریکا د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش د ادارې يو پخوانی غړی وايي، په ۱۹۹۱میلادي کال په اګسټ مياشت کې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ميخايل ګورباچوف د حکومت پرضد د کودتا تر هڅو مخکې په امریکا کې هيچا فکر نه‎کاوه چې شوروي اتحاد به سقوط وکړي.

نيکولاس برنز چې د سپينۍ ماڼۍ لپاره د شوروي د چارو رئيس و، د امریکا او شوروي اتحاد په ټولو اوو سرمشريزو کې يې حضور درلود، د امريکا د هغه وخت د ادارې له دننه حاله او پالیسيو خبر دی.

دا هغه پاليسۍ وې چې د ۱۹۸۹میلادي کال کې په ختيځه اروپا کې د کمونیسټي نظام او د شوروي اتحاد د ړنګېدو په عکس العمل کې جوړې شوې او په ۱۹۹۱میلادي کال کې يې نتيجه څرګنده شوه.

پر پخواني شوروي اتحاد کودتا

پر پخواني شوروي اتحاد کودتا

برنز وويل چې د ګورباچوف پرضد د ۱۹۹۱میلادي کال د اګسټ په اتمه او نهمه نېټه کله چې دی په کریميا کې بوخت و او په مسکو کې د کودتاه پلان کوونکو کنټرول ترلاسه کړ، دا د ټولې نړۍ لپاره د شوک غوندې وو.

برنز چې د بوش د ادارې د ملي امنيت شورا غړی هم و د اګسټ د ۲۵مې د کودتا د کليزې په اړه له ازادي راډيو سره خبرې کړي دي.

برنز وايي، واشنګټن د کودتا هڅو ته د سړې جګړې د سايکالوژۍ له کبله حيران پاته شو.

ده د ازادي راډيو له خبري څانګې سره د خبرو پر مهال وويل:

"هېچا د ۱۹۹۱میلادي کال د جولای په لومړې دا فکر نه‌کاوه چې د همدې کال د ډیسمبر په ۲۵مه به څه وشي. دا يوازې د کودتا له هڅو وروسته څرګنده شوه چې د شوروي سقوط امکان لري."

دی وايي، د کودتا هڅو هغه څه رامخته کړل چې لویديځ ځواکونه ورباندې يوه مياشت مخکې لانه پوهېدل او هغه دا چې شوروي اتحاد د ماتېدو په حال کې وو.

دی وايي، د کودتا له هڅو وروسته ټول پوه شول چې ګورباچوف په سیاسي توګه څومره کمزوری و.

برنز وايي، د کودتا تر هڅو مخکې، د سپينې ماڼۍ د پاليسي ټينګار په ختيځه اروپا کې د کمونېزم پر ماتولو و.

په دغو هېوادونو کې پولنډ، چک سلواکيه، رومانيا، هنګري او ختيځه جرمني شامل وو.

برنز زیاته کړه:

"موږ هيله درلوده چې کمونېزم به سقوط وکړي. خو موږ دا هيله هم درلوده او دعا مو کوله چې دا سقوط به له تاوتريخوالي سره نه‎وي چې سلګونه او زرګونه کسان ووژل شي."

خو د برنز په وينا، کله چې دا څرګنده شوه چې شوروي اتحاد کمزوری دی، د بوش اداره اندېښمنه شوه چې د تاوتريخوالي په نتيجه کې د شوروي اتحاد ماتېدل ښايي اټمي وسلې د تاوتريخوالي خوښوونکو لاسو ته ولوېږي.

XS
SM
MD
LG