د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له ۲ ورځو نه د کندز–تخار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې


د کندز–تخار لویه لار
د کندز–تخار لویه لار

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې له دوه ورځو راهیسې وسله‎والو طالبانو د کندز–تخار لویه لار په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو برېدونه پیل کړي چې په پایله کې یې د دولتي ځواکونو یو شمېر امنیتي پوستو سقوط کړی.

د دغو خلکو د خبرو پر بنسټ له دوه ورځو راهیسې د کندز–تخار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې چې له کبله‌یې د شمال ختیځ زون اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

کندز-تخار لار
کندز-تخار لار

څو تنو مسافرو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کندز– تخار لاره له دوو ورځو راهیسې بنده ده، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، له دولته غواړو چې دغه لاره خلاصه کړي، څو خلک پر دغې لارې تګ راتګ وکړي."

"دوه ورځې شوي چې د کندز–تخار لویه لاره تړلې چې له امله‌یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خو دولت د دې لارې خلاصولو ته هېڅ پاملرنه نه‌کوي."

دغه مسافرین د کندز له سیمه‎ییزو چارواکو غواړي، څو دغه لویه لاره ډېر ژر پرانیزي څو خلک تخار، بدخشان او کندز ته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

بل‌خوا د کندز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي هم وايي چې د کندز–تخار د لويې لارې په اوږدو کې د دولتي ځواکونو درې امنیتي پوستو سقوط کړی.

نوموړی زیاتوي چې د دې لويې لارې د خلاصولو په هدف تصفیوي عملیات روان دي.

هاشمي: د کندز–تخار د لويې لارې په اوږدو کې د دولتي ځواکونو درې امنیتي پوستو سقوط کړی
هاشمي: د کندز–تخار د لويې لارې په اوږدو کې د دولتي ځواکونو درې امنیتي پوستو سقوط کړی

ښاغلي هاشمي زیاتوي:

"زه همدا اوس د کندز–تخار پر لويه لاره کې یم، زموږ درې پوستو تکتیکي شا تګ کړی وو، خو اوس زموږ عملیات روان دي څو دغه پوستې بېرته ونیسو او لاره هم خلاصه کړو."

د کندز ولایت اوسېدونکي وایي چې له دوه ورځو راهیسې وسله‎والو طالبانو په چهاردرې، امام صاحب او خان‌آباد او د کندز مرکز اړوند سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی چې له کبله‌یې د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي.

د یادونې وړ ده چې څلور میاشتې وړاندې هم وسله‎والو طالبانو پر دغې لويې لارې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو برېدونه کړي چې په پایله کې دغه لویه لاره د پنځو ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

په ورته وخت کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی د کندز –تخار د لويې لارې په اوږدو کې د دولتي ځواکونو یو زیات شمېر امنیتي پوستې نیولي همدارنګه افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا هم کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG