د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د کندز – تخار پر لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي


د کندز - تخار لویه لار
د کندز - تخار لویه لار

یو شمېر موټر چلوونکي او مسافرین له امنیتي ارګانونوغواړي چې د کندز- تخار د لویې لارې امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي؛ څو مسافر او موټر چلوونکي پرته له خطره په دې لارې تک را تک وکړي.

دوی وایي، په دې وروستیو کې پر دې لارې د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي چې له امله یې کندز، تخار او بدخشان ته تګ راتګ کوونکي وېرولي دي.

د هغوې په وینا چې دامهال پر دې لارې د یادو ولایتونو اوسېدونکي په ډاډه زړه سفر نه شې کولي. څو تنو په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"۱ـ زما نوم بشیر دی. د کندز ولایت اوسېدونکي یم. پر دې لار په شل مترۍ کې پوستې موجودې دي او سیمه ییز پولیس هم موجود دي؛ بیا هم د دولت وسله وال مخالفین راوځي او خلک له موټرو څخه ښکته کوي. واقعاً دا ډېره د تشویش وړ خبره ده.

۲ـ زما نوم شیرعالم دی. د تخار ولایت اوسېدونکي. زما غوښتنه دا ده چې دا د کندز- تخار لویه لار له ډېر وخت راهیسې ناامنه ده؛ د ورځې له خوا کله نا کله د دولت مخالفین سرک ته راوځي؛ خلک له موټر څخه کښته کوي او یا موټر بیایي؛ امنیتي ارګانونه باید د دې لاري امنیت ټینګ کړي."

د هغوی د خبرو پر اساس، دا پیښې په هغو ځایونو کې رامنځته کیږي چې په هر یو کیلو مترۍ کې یې امنیتي پوستې هم فعالې دي.

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي دا مني چې پریادې لویې لارې باندې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي. د دې ولایت د امنیه قوماندان غلام مصطفی محسینی ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې لارې باندې امنیتي پوستې فعالې دي او پلان لري چې یو شمېر نوې امنیتي پوستې هم جوړې کړي:

"موږ غواړو چې د دغې لویې لارې امنیت ټینک شي؛ په همدې هدف موږ یوه امنیتي پوسته د چهارسري په سیمې کې جوړه کړې چې هلته به وسله والو مخالفینو مزاحمت کاوه. همدارنګ موږ پلان لرو چې عملیاتوکړو او هغه سیمې د وسله والو مخالفینو له موجودیت څخه پاکې کړو او پلان لرو چې پر دې لوریې لارې باندې یو شمېر نوې امنیتي پوستې هم جوړي کړو."

د کندز- تخار لوی سړک د خان اباد پر ولسوالۍ غځېدلې دی؛ د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو ترڅنګ؛ دا مهال څه باندې ۳۰۰۰ غیر مسوول وسله وال هم حضور لري.

د دغې لارې مسافرین داهم وايي چې کله نا کله غیر مسوول وسله هم ځینې شتمن خلک له همدې لارې څخه تښتوې او بیا وروسته د ډېرو پیسو اخېستو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي.

د یادونې ده چې پر همدې لویې لارې باندې څوځلې وسله والو مخالفینو له مسافر وړونګو موټرو څخه یو شمېر د ملي اردو او ملي پولیسو منسوبین یې کوز کړي وو چې وروسته یې یا هغه وژلي دي او یا د سپینږیرو په منځګړيتوب یې بېرت خوشې کړي دي.

راپور: اجمل آرین- کندز

XS
SM
MD
LG