د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

افغانستان ته ۱۰ زره ورک او قاچاق شوي اثار بېرته راوړل شوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د جنګونو پر مهال له هېواد څخه د ورکو او قاچاق شویو ۱۰۰ زرو تاریخي اثارو څخه له دوه زره لمړي کال راهیسې څه باندې ۱۰۰۰۰ بېرته ترلاسه شوي او څه باندې ۵۰۰۰ د دې وزارت مسلکي کارکوونکو د کېندلو په نتیجه کې ترلاسه کړي دي.

یاد وزارت وايي، د یونسکو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو په مرسته هڅې تېزې شوي چې له افغانستان څخه ورک او قاچاق شوي شاوخوا یو لک تاریخي اثار بېرته هېواد ته ستانه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له یونسکو او انټرپول پولیسو سره، په بهر کې د افغانستان د تاریخي اثارو د موندلو لپاره تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي او یادو ارګانونو په ځینو اروپايي هېوادونو کې تر اوسه په افغانستان پورې اړوند سلګونه تاریخي اثار، نیولي او افغان سفارتونو ته‌یې سپارلي دي.

ښاغلي حکیمي دا هم وویل، اوس مهال د تاریخي سیمو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت د " ۰۱۲ " په نامه یوه امنیتي قطعه ګمارلې خو د ده په خبره کافي نه‌ده.

ښاغلی حکیمي په دې اړه وايي:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي

"یوه امنیتي قطعه موجوده ده، صفر دولس، د دې قطعې شاوخوا ۵۰۰ سرتېري تاریخي اثار او ابدات ساتي او دا قطعه یوازې څو ولایتونو کې فعالیت لري، څرنګه چې د تاریخي اثارو ساحې زیاتې دي، هیله ده حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه ومني او دغه ځواک زیات کړي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې د امنیتي همکارۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړي، دا وزارت حاضر دی چې مرسته وکړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

"د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې موږ یوه ځانګړې امینتي قطعه لرو چې د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه کوي، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وغواړي چې د ا ځواک زیات او یا د نورو سیمو ساتلو ته امینتي ځواکونه غواړي، د کورنیو وزارت سره دې موضوع شریکه کړي، موږ حاضر یو چي په دې اړه اقدام وکړو."

بل‌خوا ځیني خلک ډاډ من نه‌دي چې د هېواد په روانو ناامنیو کې به سیمې له قاچاق کوونکو خوندي پاتې شي.

د غزني ولایت یو اوسېدونکی حکمت‌الله حکمت وايي:

"باستاني اثار اوس هم قاچاق کېږي، په مرکز کې کېدای شي وساتل شي خو په هغو سیمو کې چې د دولت په واک کې نه‌دي هلته اثار غلا کېږي، اوس ګډوډي ده، کومې سیمې چې اثار په‌کې دي هغه اوس د طالبانو او ټوپکمارو په لاس کې دي."

حکمت: اوس کډوډي ده کومې چې اثار پکې دې هغه اوس د طالبانو او ټوپکمارو په لاس کې دي.
حکمت: اوس کډوډي ده کومې چې اثار پکې دې هغه اوس د طالبانو او ټوپکمارو په لاس کې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې څه کم ۴۰۰ سیمې د تاریخي اثارو درلودونکې پېژندل شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، که د هېواد د پېژندل شویو تاریخي سیمو امنیت ډاډمن شي، افغان متخصصین به د تاریخي اثارو د موندنې په هدف نورې کېندنې هم وکړي.

حکمت‌الله حکمت وايي، که د دغو سیمو ساتلو ته تدابیر ونه‌نیول شي، نو خپل سرې کېندنې به په‌کې دوام پیدا کړي او تاریخي اثار به د پخوا په شان قاچاق شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG