د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د باختر ګنجینې اثار به په جاپان کې نندارې ته وړاندې شي


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د باختر ګنجینې اثاربه په جاپان کې نندارې ته وړاندې شي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، په دې اړه په جاپان کې د افغانستان سفیر او د جاپان د موزیم ریس ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند هارون حکیمي وايي، د دغه تړون له مخې به د باختر ګنجینې 231 قلمه تاریخي اثار د جاپان د توکیو او کیوشیو په موزیمونو کې نندارې ته کیښودل شي.

زموږ همکارې نجیبې زمان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ویاند هارون حکیمي سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې د باختر د ګنجینې د اثارو د نندارې او په دې هکله د تړون په اړه ترې پوښتنه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG