د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

کوټه: د اپوزيسیون ګوندونه د کوټې بريد د استخباراتو ناکامي بولي


د پاکستان په مرکزي پارلمان او سنا کې د پيپلز ګوند مشرانو او د اپوزیسیون غړيو او د پاکستان د بشري حقونو يوې مشرې پرون په کوټه کې د وژل شويو مدافع وکيلانو تر فاتحې وروسته رسنيو ته ويلي چې پر مدافع وکيلانو ځانوژونکى بريد د پاکستان د امنيتي ادارو د ناکامۍ او د کورنيو چارو وزارت د غفلت له امله شوى، ځکه چې وايي دوى د ترهګرو په ضد د هغه ملي پلان له مخې ګامونه وانه خيستل چې يونيم کال وړاندې د ټولو ګوندونو په خوښه جوړ شوى وو.

د اګست پر اتمه په ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو مدافع وکيلانو د فاتحې لړۍ لا هم دوام لري او د پاکستان له مرکز اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو څخه سياسي مشران راځي او د هغوى له کورنيو سره خواخوږي کوي.

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د پيپلز ګوند د اپوزیسیون مشر خورشيد شاه هم د پارلمان او سنا له څو نورو غړيو سره کوټې ته راغلى وو او د پنجشنبې په ورځ يې د کوټې په اعلى محکمه کې له رسنيو سره په خبرو کې د ملکي روغتون د ځانوژونکي بريد پړه پر امنيتي ادارو ور واچوله او ويې ويل چې که ترهګري ونه ځپل شي، نو دا به د مملکت ادارې کمزورې کړي او ولس ته به يې زيان ورسېږي:

"يقيناً دا زموږ د امنيتي ادارو ناکامي ښکاري، په جنوري ٢٠١۵میلادي کې جوړ شوى د ترهګرۍ په ضد ملي پلان په بشپړه توګه ناکامه دى، که حکومت او د کورنيو چارو وزارت له دې پلانه سم کار اخيستى او عمل يې ورباندې کړى واى، زه په باور سره ويلاى شم چې د ترهګرۍ دا اوسنۍ پېښې به نه واى شوې، خو له بده مرغه عمل ورباندې ونه شو او دا ټوله د کورنيو چارو د وزارت ناکامي ده."

د پاکستان د مشرانو جرګې يا سنا غړى بېرسټر اعتزاز احسن هم کوټې ته راغلى وو، ده له رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان پر ټولو مدافع وکيلانو او قانونپوهانو د حکومت په مرسته د يوه داسې مرستندوى ارګان د جوړولو غږ وکړ چې د کوټې په وروستي ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو مدافع وکيلانو د يتيمو اولادونو د تعليم او روغتيا غم وخوري.

پرون هم کوټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړل.
پرون هم کوټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړل.

اعتزاز احسن د پاکستان استخباراتي ادارې د کوټې د ملکي روغتون د ځانوژونکي بريد په مخنيوي کې ناکامه وبللې:

"د ترهګرۍ په ضد پر جوړ شوي ملي پلان عمل ونه شو، داخله وزارت په دې کې بشپړ ناکامه شوى او استخبارات هم په دې کې بشپړ پاته راغلي، څلور ورځې مخکې دومره خونړۍ چاودنه شوې او پرون بيا چاودنه وشوه، دا مهال د ټولو امنيتي او استخباراتي ادارو تمرکز بايد د کوټې او بلوچستان پر امنيت وي، خو بيا هم چاودنې کېږي، له دې ښکاري چې د ترهګرۍ په ضد له ملي پلانه کار نه اخيستل کېږي او دا کار چې هر څومره وغندل شي کم دى."

د پاکستان د قانونپوهانو او مدافع وکيلانو د اتحاديې پخوانۍ مشره او د پاکستان د بشري حقونو د سازمان غړې عاصمه جهانګير هم د وژل شويو وکيلانو له کورنيو سره غمشريکۍ لپاره کوټې ته تللې وه، دې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، که د پاکستان حاکمه طبقه خپل فکر بدل نه کړي، نو د ترهګرۍ په ضد به هيڅ ملي پلان ګټه ونه لري:

"له وکيلانو سره چې څه وشول د امنيت په نامه خو څه وو نه، پرون بيا د مرکزي شرعي عدالت قاضي له چاودنې روغ رمټ و ووت، نو کله چې موږ ته دا خطرونه وي او زه فکر کوم دا يې هسې اشارې دي، د مدافع وکيلانو اتحاديو ته ډېر ګواښونه دي او نور ګواښونه هم ورته کېږي، خو ماته نه ښکاري چې حکومت دي په دې برخه کې کوم جدي ګام اخيستى وي."

د يادونې وړ ده چې پرون په اسلام اباد کې د صدراعظم نوازشريف په مشرۍ د امنيت په اړه يوه غونډه را بلل شوې وه چې د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير، د پوځ لوى درستيز او د آى ايس آى استخباراتي ادارې مشر هم پکې ګډون کړى وو، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره به پر جوړ شوي ملي پلان له نوي سره غور وشي.

یاده دي وي چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د یوه ملکي روغتون په دروازه کې د یوې انتحاري حملې له امله ۷۱ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د دې حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو نه یوې بېلې شوې وسله والې ډلې جماعت احرار په غاړه واخیست.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG