د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د کوټې خلکو د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو د قتل ویر وکړ


د پاکستان په زیاتو ښارونو کې خلکو پرون سه شنبې د کوټې ښار د ملکي روغتون مخې ته د وروستۍ تروریستي حملې د قربانیانو ویر وکړ.

زیات پاکستاني مامورین پرون کارونو ته نه وو تللي. په ډېرو ښارونو کې محکمې او دارالوکالې تړلې وې.

د پاکستان په ځيني ښارونو کې قاضیانو، وکېلانو او محصلانو د خپلو همکارانو په ملاتړ لاریونونه وکړل، خو په کوټه کې پرون مارکېټونه له خلکو تش وو. دوکانونه او ښوونځي هم تړلي وو. د کوټې خلکو د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو د قتل ویر وکړ.

د کویټې ښار یو پيژندل شوی وکېل محمد اشرف او ورسره نور ملګري وکېلان پرون د کویټې د محکمې د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو او د عدالت غوښتنه یې کوله.

د کویټې د محکمې د ودانۍ مخکې، د خلکو دې ډلې چې د خپلو ملګرو قاضیانو او وکېلانو په ویر لړلي او غمجن وو، د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې په کویټه کې د دوشنبې د ورځې د حملې عاملین پیدا کړي او سزا ورکړي.

د دوشنبې په سهار د بلوچستان د بار اسوسیشن مشر او پیژندل شوی وکېل طارق کاسي، له کوره کار ته روان و چې وسله والو کسانو ډزې ورباندې وکړې.

طارق کاسی په بلوچستان کې له هغو مخورو وکېلانو وو چې د پاکستان په قضائیه قوه کې یې د اصلاحاتو غږ اوچت کړی و.

کوټه کې انتحاري حملې د وژل شوېو شمېره ۷۳ته ورسوله.
کوټه کې انتحاري حملې د وژل شوېو شمېره ۷۳ته ورسوله.

د طارق کاسي مړی د کویټې ملکې روغتون لیږدول شوی و.

په همدې ورځ د بلوچستان ایالت زیات شمېر قاضیان، وکېلان او د مطبوعاتو کار کوونکې د طارق کاسي د قتل له امله، د کوټې د ملکي روغتون مخې ته را غونډ شوي وو چې چاودنه په کې وشوه او ګڼ شمېر قاضیان، وکېلان او د مطبوعاتو کارکوونکې په کې ووژل شول.

د پاکستان د استخباراتو د ملکي ادارې یوه پخواني مشر طارق لودي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، په کویټه کې دا حمله د دې لپاره شوې چې قاضیان او وکېلان ترور کړي او وحشت خپور کړي ځکه هغوی په پاکستان کې د وسله والو ډلو د یو شمېر لوېو قوماندانانو دوسیې څېړي او محاکمو ته یې راجع کوي.

د دوشنبې په ورځ حمله د پاکستان پر قضائیه قوه تر ټولو خونړۍ حمله بلل کېږي.

د طاهر حسین په نوم یوه مدافع وکېل اسوشېټېډ پرېس ته ویلي:

"تروریستان د پوځيانو، ډاکټرانو، قاضیان او ښوونکو ترمنځ فرق نه کوي. هغوی د ویرې اچولو لپاره خلک وژني."

د پاکستان قضایه قوې په وروستیو کلونو کې په سیاسي ډګر کې هم پیاوړی رول لوبولی دی.

په ۲۰۰۷ میلادي کال کې چې د پاکستان قاضي القضات افتخار محمد چوهدري، په زور له دندې ګوښه شو، په اعتراض کې یې قاضیانو او وکېلانو د پخواني ولسمشر پرویز مشرف پر ضد کمپاین پیل کړ.

وروسته بیا، یو شمېر سیاسي ګوندونه هم له دې کمپاین سره ملګري شول او پرويز مشرف یې بلاخره په۲۰۰۸ میلادي کال کې مجبور کړ چې چوهدري بېرته په کار وګوماري.

په همدې حال کې، وکېلان او قضایان په پاکستان کې د وسله والو ډلو لپاره د داسې مدني ټولنې استازي دي چې په مکرر ډول یې د هغوی د افراطي افکارو او فعالیتونو پرضد غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG