د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د زهرا مور او پلار د هغې مړی خاورو ته نه‌سپاري


د زهرا مور او پلار د تحصن په خیمه کې
د زهرا مور او پلار د تحصن په خیمه کې

د زهرا مور او پلار چې له پنځه ورځو راهیسې د کابل ښار د علاوالدین په سیمه کې د تحصن په خیمه کې ناست دي وايي، که حکومت د زهرا د مړینې عاملین مجازات نه‌کړي، نه به له خیمې ووځي او نه به د زهرا مړی خاورو ته وسپاري.

د زهرا مور او پلار ازادي راډیو ته وویل، لور يې د مېړه په کور کې سوځول شوې او همدغه سوځونه‌یې د مړینې سبب شوې ده.

د زهرا پلار رضا وویل، له کم عمرې امیندوارې لور سره‌یې ظلم شوی او پر حکومت غږ کوي چې د پېښې عاملین مجازات کړي.

دی وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د دې پېښې غچ واخیستل شي، زموږ ژوند په خطر کې دی، تر هغې چې غچ وانه‌خیستل شي موږ به په همدې خیمه کې یو او مړی به هم تسلیم نه‌کړو."

رضا او تازه ګل: د زهرا د سوځولو عاملینو ته دې سزا ورکول شي.
رضا او تازه ګل: د زهرا د سوځولو عاملینو ته دې سزا ورکول شي.

د زهرا پلار وايي، پر لور یې د مېړه په کور کې له څو کلونو راهیسې زور زیاتی روان و، دوی د پېښې په اړه سیمه‌ییزو ملکي او امنیتي چارواکو ته شکایتونه کړي خو چارواکو یې په اړه بې پروایي ښودلې ده.

د زهرا مور تازه ګل په ژړغوني غږ وویل، لوستې لور یې تل په زوره شاقه کارونو ته مجبورېدله او همدغه ناخوالې سبب شوې چې وسوځول شي.

مېرمن تازه ګل وايي:

"که حکومت مې چیغې فریاد او عرض اوري، د زهرا د وینې پوښتنه دې وکړي."

د زهرا د کورنۍ د معلوماتو له مخې امیندواره زهرا سربېره د کور پر شاقه کارونو، په زوره د کوکنارو په کروندو کې د اپینو ټولولو ته هم مجبورېدله.

د زهرا پلار وايي، سوځېدلې زهرا يې لومړی د غور په روغتون کې بستره کړې وه او بیا یې د لا درملنې په هدف د کابل استقلال روغتون ته ولېږدوله خو په دې روغتون کې یې هم درملنه ونه‌شوه.

زهرا له سوځولو وروسته ساه ورکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

د زهرا مړی اوس مهال په استقلال روغتون کې دی او کورنۍ یې وايي، تر هغې چې د پېښې له عاملینو سره قانوني چلند ونه‌شي، مړی به یې خاورو ته ونه‌سپاري.

مدني فعالان وايي، د عدالت په غوښتلو کې به تر پاېه د زهرا له کورنۍ سره ولاړ وي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر هم په یوې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې او تأکید یې کړی چې حکومت دې په دې اړه قانوني اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې په تړاو یې تر اوسه دوه تنه نیولي دي.

دانش وايي، د پېښې په تړاو یې تر اوسه دوه تنه نیولي
دانش وايي، د پېښې په تړاو یې تر اوسه دوه تنه نیولي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"د دې خور د قضیې اړوند، د پېښې وروسته تر اوسه د غور پولیسو دوه کسان نیولي دي. پر پېښې لومړنۍ څېړنې روانې دي او هڅه کېږي چې نور اسناد هم ترلاسه او لويې څارنوالۍ ته وسپارل شي."

د غور په ولایت کې دغه پېښه لومړۍ نه‌ده بلکې تېر کال په دغه ولایت کې د رخشانې په نوم یوه پېغله د سیمې د خلکو له‌خوا په عام محضر کې سنګسار شوه.

د زهرا مور او پلار د هغې مړی خاورو ته نه‌سپاري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په ځینو سیمو کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي او حکومت ته په کار ده چې مخنیوي ته‌یې تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG