د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د رخشانې د سنګسارېدو په اړه غبرګونونه


لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په غور ولایت کې د یوې نجلۍ د سنګسارولو د وډیو په اړه چې د لومړي ځل لپاره ازادي راډیو خپره کړه؛ بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

مېرر:

د مېرر ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې د ۱۹ کلنې رخشانې سنګسارول یو بوږنونکی عمل بللی دی.

د غور لوړ رتبه مقاماتو ورځپاڼې ته ویلي؛ رخشانه وروسته له هغې سنګسار شوه چې هغه له ۲۳ محمد ګل سره له کوره وتښتېده.

په وډیو کې ښکاره کیږي چې له رخشانې څخه راتاو کسان هغه په غټو ډبرو ولي.

د میرر ورځپاڼه زیاتوي، په دې وډیو کې ښکاري چې رخشانه چغې وهي؛ خو د ډبرو ویشتونکي د هغې ژړا له پامه غورځوي او د ډبرو ګزارونو ته دوام ورکوي.

د مطلب لیکوال وايي، یو شمېر کسان د رخشانې د سنګسارولو پېښه په خپلو موبایلونو کې ثبتوي.

انټرنېشنل بزنس ټایمز:

انټرنېشنل بزنس ټایمز هم پر خپله انټرنت پاڼه په غور کې ولایت د دغې نجلۍ د سنګسارولو د وډیو په اړه چې د لومړي ځل لپاره د ازادي راډیو پر ویب پاڼه خپره شوې؛ مطلب خپور کړی دی.

خپرونې لیکلي، په دې وډیو کې ښکاره کیږي چې یوه نجلۍ په یوې کنده کې ده او شاوخوا خلک پرې د ډبرو ګزارونه کوي.

انټرنېشنل بزنس ټایمز لیکي، د دې وډیو په دېرشو ثانیو کې د ۱۹ کلنې رخشانې چې له یوه هلک سره د نا مشروع اړیکو لرولو په تور سنګسار شوی ده؛ چیغي اورېدل کیږي.

خپرونه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې رخشانه د طالبانو له خوا سنګسار شوې ده.

د مقالې لیکوال د غور د والي سیما جوینده له قوله وايي؛ رخشانه د طالبانو، د سیمې د ملایانو او جنګسالارانو له خوا وژل شوې ده.

انټرنېشنل بزنس ټایمز خپرونې د غور ولایت له چارواکو څخه په نکل لیکلي دي؛ دا نجلۍ د هغې د رضا خلاف یوه سړي ته واده شوې وه.

مېرمن جوینده دې خپرونې ته ویلي؛ دا لومړی ځل دی چې د غور ولایت په مرکز کې یوه نجلۍ سنګساریږي.

XS
SM
MD
LG