د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ناټو غونډه کې له افغانستان سره پر ۳ کلیدي موضوعاتو توافق وشو


د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو مشرانو او د ناټو ملاتړیو هېوادنو له افغانستان سره یو لړ ژمنې وکړې.

د ناټو په سرمشریزه کې د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو او د هغوی شریکانو ژمنه وکړه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته تمدید شي، له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې مالي مرستې وشي او د ناټو او افغانستان ترمنځ سیاسي مشارکت ادامه پیدا کړي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په ۲۰۱۵ کال کې افغان ځواکونو ته د سلامشورې ورکولو، د هغوی د روزنې او له هغوی سره د مرستې د کولو په هدف پیل شو او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۶ کال تر اخره پای ته ورسېږي چې اوس تمدید شو.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ نن د پولنډ په مرکز وارسا کې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو اعلان په یوې خبرې غونډې وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان چارواکو د ناټو له مشرانو او د دې تړون د ملاتړیو هېوادنو له چارواکو سره په یوه غونډه کې برخه واخیسته، د دې غونډې په اړه د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل:

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

"له ولسمشر اشرف غني او اجرایيه رییس عبدالله عبدالله سره مو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې، د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو په اړه او د ناټو او افغانستان تر منځ مو د همکارۍ مساله وڅېړله."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې په افغانستان کې د شته ستونزو له امله نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره د مرستو ژمنې وکړې:

"افغانستان لاهم له جدي ستونزو سره مخامخ دی او د همدې لپاره له افغانستان سره سیاسي، پوځي او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوو."

د ناټو عمومي منشي بیا وویل چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او دا پرمختګ باید ادامه پیدا کړي.

ستولتنبرګ بیا وویل چې په ځانګړي ډول دا پرمخګ د بشري حقونو، اداري فساد پرضد او د انتخاباتي اصلاحاتو په برخو کې مهم دی.

د ناټو عمومي منشي افغان ځواکونه وستایل او ویې ویل چې دوی اوس د ټول افغانستان امنیت ساتي او په مېړانه د افغانانو دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG