د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

سټولټنبرګ: حالاتو ته په کتو به د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه کوو


د ناټو عمومي منشي وایي، د سږکال په مني کې به پرېکړه وکړي چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې څه شمېر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

ینس سټولټنبرګ نن د پولنډ په مرکز وارسا کې خبریالانو ته وویل، دا مهال د ۱۲ زرو په شا اوخوا کې بهرني ځواکونه د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي او حالاتو ته په کتو به د دغو ځواکونو د کمښت پرېکړه وکړي.

سټولټنبرګ په دې خبري غونډه کې وویل، د ناټو غړي هېوادونه ژمن دي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د کال شااوخوا پنځه میلیارده ډالره افغانستان ته ورکړي.

سټولټنبرګ وویل، د ملي وحدت حکومت له مشرانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې هم لیده کاته شوي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG