د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

په پکتيا کې د پاکستان پر ضد مظاهره وشوه


په پکتيا کې د پاکستانيو ځواکونو د تاسيساتو جوړېدو پرضد مظاهره وشوه او د مظاهرې په لړ کې مظاهره چيانو خپل احساسات د پاکستان بيرغ ته په اور اچولو ساړه کړه.

د پکتيا يو شمېر علماوو، مدني ټولنو، قومي مخورو او ځوانانو په مرکز ګردېز کې مظاهره وکړه او شعار یې دا وو چې په ډېورنډ کرښه د پاکستاني تاسيساتو جوړېدو مخه دې ونیول شي.

مظاهره چيانو ويل چې دوی د افغانستان له خاورې د دفاع په خاطر خپل غږ پورته کوي او له افغان حکومت څخه ملاتړ څرګندوي.

مظاهره چيانو ويل چې دوی د افغانستان له خاورې د دفاع په خاطر خپل غږ پورته کوي
مظاهره چيانو ويل چې دوی د افغانستان له خاورې د دفاع په خاطر خپل غږ پورته کوي

د مظاهرې يو ګډونوال مولوي اميرمحمد همت وايي:

"د پاکستان د پوځيانو او خوفيه ادارو هر ډول تجاوز د ترديد وړ دی او د دې وړ نه دی چې د افغانانو له لوري قبول شي او موږ يې نه منو او په مقابل کې يې ولاړ يو."

نوموړي دا هم وويل چې که افغان حکومت د خلکو احساساتو ته پام ونه کړي او د دوی په خوښه پرېکړو ته ارزښت ورنه کړي ښايي راتلونکی يې له ستونزو سره مخ شي.

د مظاهرې نورو ګډونوالو هم د پاکستان ضد شعارونه ورکول او ترڅنګ يې ويل چې دوی نږدې څلورزره کسيز ګروپ دې ته اماده کړی چې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه واخلي.

د مظاهرې سمبالونکی قومندان نقيب زیاتوي:

"د مظاهرې هدف خاص دا دی چې د ډېورنډ په کرښې پر سر يوه دروازه هم نه منو او د حکومت ترڅنګ ولاړ يو افغانستان يو کور دی او ټول خلک يې يو دي، د حکومت هر ډول پرېکړه چې د دې هېواد په ګټه وي موږ يې منو او موږ د دوی ترڅنګ يو د اردو، پوليسو او امنيت ملاتړي يو."

د مظاهرې نورو ګډونوالو هم د پاکستان ضد شعارونه ورکول
د مظاهرې نورو ګډونوالو هم د پاکستان ضد شعارونه ورکول

د مظاهرې يو بل سمبالوونکی محمد علي جان بیا وايي:

"پاکستان تجاوز کړی دی، زموږ بې ګناه سرحدي پوليس شهيدان شوي دي، پاکستان چې کومې دروازې مخته راوړې دي د هغوی مخالف يو، د افغانستان حکومت دې په موږ غږ وکړي، موږ څلور- څلور نيم زره کسان دې ته اماده يو چې د پاکستان په مقابل کې جنګ ډګر ته لاړ شو او حکومت باید د دوی په مقابل کې ښکاره ودريږي او موږ باندې هم امر وکړي، زموږ پوليس شهيدان شوي دي، زموږ وروڼه شهيدان دي، موږ د خپلو ځواکونو ملاتړ کوو."

دوی دې ته اشاره کوله چې د حکومت مناسبې پرېکړې به ومني، خو په ډېورنډ کرښه به د جوړېدونکو تاسيساتو مخه ډب کړي او له حکومته هم غواړي چې د پاکستان پر وړاندې غوڅ دريځ ولري.

مظاهره چيانو د مظاهرې په پای کې خپل احساسات د پاکستان بيرغ ته د اور په اچولو څرګند کړل او ويې ويل، دوی اماده دي، د افغان حکومت په يو امر، پاکستان سره جګړې په خاطر ډېورنډ پولې ته ځان ورسوي.

XS
SM
MD
LG