د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د فراه اوسیدونکي: ګاونډيان نه غواړي چې بخش آباد بند ورغول شي


د بخش اباد بند د فراهي ولس د هیلو هینداره او لوی ارمان دی.د دغه بند د ډیزاین قرارداد تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولت د لوړپوړېو چارواکو له خوا د یوې ايټالوی کمپنۍ سره ترسره شو.

د فراه ولایت ټول اوسیدونکي د دغه تړون لاسلېکېدل ډېر خوښ کړي او وایي چې د خوشحالی په جامو کې نه ځاییږي.

دوی له دولته غواړي چې د دغه بند د رغولو لپاره د هر ډول امکاناتو کار واخلي او ټول فراه هم د دې کار ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د فراه ولایتي چارواکي بیا وایي چې ډېر ژر به د دغه بند عملي کار پیل شي.

د فراه ولایت والي محمد اصف ننګ وایي چې په څو راتلونکو ورځو کې د دغه بند د ډیزاین لپاره ايټالیايي کمپنۍ خپل کار پیلوي او تر اتلسو میاشتو پورې به دا کار بشپړ شي.

ننګ:په څو راتلونکو ورځو کې د دغه بند د ډیزاین لپاره ايټالیايي کمپنۍ خپل کار پیلوي
ننګ:په څو راتلونکو ورځو کې د دغه بند د ډیزاین لپاره ايټالیايي کمپنۍ خپل کار پیلوي

ښاغلي ننګ زیاته کړه:

"یو برخه یې څو ورځې وروسته یو پلاوی راځي او د هوا له لارې نقشه برداري کوي تر څو خپل د ټیم او کار لپاره ځایونه مشخص کړي او له هغه وروسته هلته قرارګاه جوړیږي او عملي کار به یې پیل شي.دا هغه ټول مسایل دي چې یوه زماني جدول مطابق ترسره کیږي خو اول باید ولیدل شي چې څومره په فرار رود کې اوبه موجودي دي او موږ ته د کار اجازه راکوي."

له بلې خوا اوس هم د فراه ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان باور لري چې ځیني ګاونډي هېوادونه په خاص ډول ایران د دغه بند په کار کې لاس وهنه کوي.

فرید هیبت په فراه ولایت کې یو تن مدني فعال وایي چې ایران هیڅکله هم نه غواړي چې دا بند جوړ شي نو دولت باید په دې برخه کې جدي تدابیر ونیسي.

ښاغلي هیبت زیاته کړه:

"د دې بند په وړاندې اقتصادي او سیاسي ستونزې اوس هم پرتې دي. په سیاسي برخه کې ویلای شو چې ایران هیڅکله هم نه غواړي چې دا بند ورغول شي او له بله اړخه پاکستان هم نه غواړي چې موږ پیاوړي شو نو د دې ټولو موضوګانو او د بهرنیو هېوادو د لاس وهنو سره سره باید دولت د بند د جوړونې امنیت تامین کړي."

د فراه ولایتي چارواکي هم دا مني چې د دې بند په تړلو سره د ځینو هېوادونو ګټې په خطر کې دي خو د مشخص هېواد نوم نه اخلي.

د فراه ولایتي چارواکي هم دا مني چې د دې بند په تړلو سره د ځینو هېوادونو ګټې په خطر کې دي
د فراه ولایتي چارواکي هم دا مني چې د دې بند په تړلو سره د ځینو هېوادونو ګټې په خطر کې دي

د فراه والي محمد اصف ننګ وایي چې هرکال د کابو دوه میلیارده ډالرو په ارزښت اوبه د فرارود د سیند څخه ګاونډي هېواد ایران ته ځي چې د دې بند په تړلو سره دا ګټه په خطر کې ده.

د والي په خبره په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

ښاغلي ننګ وايي:

"د فرارود څخه هر کال د دو میلیاردو ډالرو په ارزښت اوبه تیريږي چې دا په حقیقت کې تر نفتو تر ارزښت ډېر دی. اوس د خلګو د ازمایښت وخت رارسیدلی دی ځکه دوی ویلي وه چې د بخش آباد د جوړونې لپاره به خپل سر او مال قربانوي اوس به ووینو چې خلګ د پردیو د مداخلو په وړاندې څه کار کوي او خپل پر ژمنو څومره عمل کوي."

که څه هم مخکې په دې هکله دولت ژمنې کړې وې چې د بخش اباد بند به جوړوي خو تر اوسه دا ژمنه یې نه دی عملي کړي.

وبه لیدل شي چې دا ځل به دولت څومره د بخش اباد د اوبو د بند په جوړولو کې بریالی ثابت شي.

راپور: احمد شاه فطرت

XS
SM
MD
LG