د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

عبدالله: د افغانستان خلک د تروریزم په وړاندې برحقه مبارزه کوي


د افغان حکومت اجراییه رئیس د امریکا په فلوریدا ایالت کې د همجنس ګرایانو پر یوه نایټ کلب ترو وریستي حمله د یو جنایت په توګه غندي وايي چې دغه عمل یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان خلک د تروریزم په وړاندې برحقه مبارزه کوي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته د خبرو پر مهال وکړې.

عبدالله عبدالله وايي، افغانستان کله هم د هیڅ یوې تروریستي ډلې ملاتړی نه و بلکې د تروریزم قرباني دی.

د افغان حکومت اجراییه ئیس د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې تر غونډې مخکې رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا په فلوریدا ایالت کې د همجنس ګرایانو پر یوه نایټ کلب ترووریستي حمله وغندله.

ښاغلي عبدالله وویل چې دغه عمل یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان خلک د تروریزم په وړاندې برحقه مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه:

"دا تروریستي پېښه موږ د یو جنایت په توګه غندو، دا یو ځل بیا دا ښيي چې د افغانستان خلک د ترور او وحشت په وړاندې په یوه برحقه مبارزه کې دي او په دې برخه کې موږ بې شمېره قربانۍ ورکړې دي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې دغه حمله غندلې ده.

او پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې اوسمهال د امریکا په سفر کې دی هم امریکا غږ راډیو سره په یوې مرکه کې دغه حمله وحشت ناکه ګڼلې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک تر هر چا زیات د امریکا د خلکو دغه درد احساسولی شي.

د امریکا په فلوریدا ایالت کې د همجنس ګرایانو پر یوه نایټ کلب تېره شپه دوه نیمې بجې حمله وشوه چې په کې څه د پاسه ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

دې حمله کې تر ۵۰ کسان وژل شوي
دې حمله کې تر ۵۰ کسان وژل شوي

امریکايي چارواکو ویلي دي چې برید کوونکی عمر متین نومېده او د افغاني مخینې سره د امریکا متحده ایالاتو وګړی و، نوموړی له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژیک مرکز مسوولان وايي ښايي چې د دې پېښې په یادولو سره افغانان په راتلونکي کې د امریکایانو له ناسم چلند سره مخ شي خو د پالیسۍ په کچه به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې څه بدلون رانه ولي.

د نوموړي مرکز رئیس روح الله امین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې افغانان د امریکا له پولې بهر تګ راتګ کوي یا په امریکا کې د افغان په توګه ځان معرفي کوي ښايي د امریکایانو په ذهن کې دغه پېښه تازه کړي او د ناسم چلند سره مخ شي خو د پالیسۍ په کچه به دا یوه پېښه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بدلون رانولي."

د یادونې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې د نړۍ په هېوادونو دا غږ کړی چې تروریزمقوم، دین، فکر او پوله نه پېژني.

اوس د افغانستان اجراییه رئیس په خپلو څرګندونو کې په دې خبره یو ځل بیا ټینګار وکړ.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG