د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

ولسمشر غني او اجراییه رییس د فلوریډا خونړۍ حمله وغندله


د امریکا د فلوریډا ایالت د اورلانډو ښار په یوه کلپ کې پرون څه باندې سل کسان په ډزو مړه او ټپیان شول.

بریدکوونکی یو افغان ټبره امریکایی دی چې عمرمتین نومیږي.

د افغانستان ولسمشر او اجراییه رییس دا پېښه محکومه کړې ده او ویلي یې دي چې تروریستان په هیڅ قوم او دین پورې تړلي نه دي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو تروریستي عمل بللی دی.

ولسمشراشرف غني په فلوریډا ایالت کې پرونۍ خونړۍ حمله چې د یوه افغان ټبري عمر متین له خوا ترسره شوه، غندلې او ویلي یې دي چې پر ملکي خلکو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دې برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې تروریستان د هیڅ قوم، دین او نژاد استازیتوب نه کوي.

د افغان حکومت مشرانو په دې اړه جلا خبرپاڼې څو ساعته وروسته له هغه خپرې کړې چې په امریکا کې زیږیدلي افغان ټبري ۲۹ کلن عمرمتین په اورلانډو ښار کې د همجنسبازانو په یوه موزیک کلپ کې ډزې وکړې او له سلو زیات کسان یې مړه او ټپیان کړل.

ولسمشر بارک اوباما د فلوریډا پېښه یو تروریستي عمل وباله
ولسمشر بارک اوباما د فلوریډا پېښه یو تروریستي عمل وباله

ولسمشر بارک اوباما په دې مناسبت په وینا کې دا یو تروریستي عمل وباله او ویې ویل:

"که څه هم تر اوسه وخت دی خو موږ پوره پوهیږو چې دا د کرکې او ترور پر بنسټ عمل و. موږ د امریکایانو په توګه د یو بل په غم، غوسه او د خپلو خلکو د دفاع په پریکړو کې شریک یو."

اوباما زیاته کړه چې د دې پېښې دقیقه انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده او په دې اړه چې ایا برید کوونکي له کومې تروریستي ډلې سره اړیکې لرل کنه، تحقیقات روان دي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

"تراوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې د قاتل انګیزه به څه وه. اف بي ای دا یو تروریستي عمل ګڼي. موږ غواړو دا معلومه کړو چې بریدکوونکي له کومې تروریستي ډلې سره اړیکې لرل کنه."

د راپورونو له مخې برید کوونکي سهار وختي په پنځو بجو پر دې کلپ حمله وکړه او پولیس درې ساعته وروسته کلپ ته ننوتل او عمر متین یې په داسې حال کې چې یو شمېر کسان یې برمته کړي وو، په ډزو وواژه.

عمر متین
عمر متین

ویل کیږي بریدکوونکي چې د یوه خصوصي امنیتي شرکت لپاره یې کار کاوه، یو ماشیندار او یوه تومانچه لرل.

د سي بي اس خبري چینل د راپور له مخې متین چې په ۱۹۸۶ کال په یوه افغانه کورنۍ کې زیږیدلی دی د فلوریډا په پورت لوسي کې اوسیده.

د اف بي آی یوه مامور ویلي، داسې ښکاري چې متین به د افراطي اسلامپالو نظریاتو ته لیوالتیا درلوده.

د ځینو چارواکو له قوله ویل شوي چې نوموړي له حملې مخکې ۹۱۱ ته چې د بیړنیو حالاتو ځانګړې شمېره ده، زنګ وهلی و، ویلي یې و چې داعش ډلې ته یې بیعت کړی او د حملې د پلان خبره یې هم کړې وه.

خو د نوموړي پلار صدیق متین سي بي اس چینل ته ویلي چې د ده زوی له همجنسبازانو کرکه درلوده او د هغه د اقدام علت له دیني مسایلو سره اړه نه لري.

متین د امریکا له خلکو بخښنه غوښتې ویلي یې دي چې دی هم د نورو امریکایانو په څېر د شوک په حالت کې دی.

XS
SM
MD
LG