د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

غورځنګ: د طالبانو د مالي سرچینو بندولو لپاره جدي اقدام کېږي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښونه شوې چې د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو د بندولو لپاره هراړخیز اقدام وکړي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د افغانستان د دیني علماو شوار به هم په دې برخه کی ډېر ژر خپل نظر څرګند کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې مخدره مواد، له کانونو ناوړه استفاده او په ځینو ځایونو کې له خلکو څخه د عشر او زکات ترلاسه کول د وسله والو طالبانو کورنۍ مالي سرچینې دي او باید مخه یی ونیول شي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل د ملي امنیت شورا ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو د کورنیو مالي سرچینو په وچولو کې جدي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان ملي امنیت شورا ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور صادر کړی چې د افغانستان په داخلي کې د دښمن په ځانګړې ډول د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو د وچولو لپاره له همه جانبه تدابیرو او اقداماتو څخه استفاده وکړي، کوکنار له کانونو څخه ناوړه استفاده او په ځینو ځایونو کې عشر او زکات د طالبانو د تمویل د منابعو په توګه یاد شوي دي."

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه د افغانستان د علماو شورا به هم په دې اړه خپل اسلامي او دیني مسولیت ادا او څو ورځې وروسته به په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو لخوا له خلکو نه د عشر او زکات د ټولولو خبره کېږي.

طالبان له کوکنارو او کانوو څخه ډېری پیسې ترلاسه کوي
طالبان له کوکنارو او کانوو څخه ډېری پیسې ترلاسه کوي

همدا راز تردې وړاندې افغان او بهرنیو چارواکو په وار وار ویلي چې طالبان له کوکنارو او کانوو څخه ډېری پیسې ترلاسه کوي.

بل لورته د افغانستان د ملي امنیت شورا او دفاع وزارت له وسله والو مخالفانو سره د مبارزې په برخه کې د امریکايي ځواکونو د صلاحیتونو له زیاتېدو هرکلی وکړ.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په همدې خبري غونډه کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو څخه وغوښتل چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

هغه زیاته کړه:

"هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې د افغانستان دفاع وزارت یې تاییده وي، هغه هېوادونو چې له تروریزم سره په مبارزه کې ژمن دي، باید له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، نه یوازې د امریکا متحده ایالات بلکې نور هېوادونو هم مرسته وکړي، څو له تروریزم سره جګړه ژر خلاصه شي."

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هغه پلان تصويب کړ چې له مخې يې په افغانستان کې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې د امريکایي پوځیانو صلاحيت زیاتېږي او هغوی کولای شي له افغان امنیتي ځواکونو سره مستقیمه همکاري وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امريکا هوايي ځواک بايد هغه ځايونه هم په نښه کړي چې هلته د دولت د وسله والو مخالفانو د روزنې، تمویل او تجهیز مرکزونه دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG