د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

رحمان:۸۰سلنه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې غیر رسمي استخراجیږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې دا مهال اتیا فیصده قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر رسمي او غیر فني ډول استخراجیږي چې تر ډېره یې ګټه ځیني محدودې کړۍ ترلاسه کوي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالباري رحمان د یکشنبې په ورځ د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په څلورم ملي کنفرانس کې وویل چې پکار ده چې دغو کانونو قانون ته خاص پام وشي او په مسلکي او رسمي ډول استخراج شي.

ښاغلي رحمان زیاته کړه:

"تقریباً همدا اوس چې اتیا فیصده په غیر رسمي توګه استخراجیږي او استفاده ورنه کیږي د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له استخراجه د کال ۳۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوو، خو که تنظیم شي او په مسلکي او رسمي ډول استخراج شي، نو په ډېره اساني سره کېدای شي چې دا عواید لس چند زیات یعنې عواید ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسیږي."

که څه هم ښاغلي رحمان هغه کړۍ مشخصې نه کړي چې په غېرقانوني ډول قیمتي ډبرې باسي، خو له دې وړاندې د شفافیت د څار بنسټ ویلي چې وسله وال طالبان او سیمه ییز زورواکان تر ډېره د کانونو په غیرقانوني استخراج کې لاس لري.

ښاغلي رحمان هغه کړۍ مشخصې نه کړي چې په غېرقانوني ډول قیمتي ډبرې باسي
ښاغلي رحمان هغه کړۍ مشخصې نه کړي چې په غېرقانوني ډول قیمتي ډبرې باسي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز میشل میلبین هم ازادي راډیو ته ویلي و، په افغانستان کې د کانونو د غیرې قانونې کېندنو له درکه ډېر زیات عواید تر لاسه کیږي چې یوه لویه برخه یې وسله والو ته رسیږي او که یې مخه و نیول شوي، نودافغانستان راتلونکې ته یو جدي ګواښ دی.

د افغانستان په قیمتي ډبرو کې لاجورد، عقیق، زمرد، کرومیټ او مرمر مشهورې او ارزښت ناکه دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرود استخرا ج په برخو کې ستونزې مني.

د دغه وزارت سرپرستې غزال حبیب یار په همدې کانفرانس کې وویل، هغه ډبرې چې له افغانستانه صادیریږي په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان په نښان او نوم نه بلکې د نورو هېواونو په مارک پلورل کیږي.

ښاغلي حبیب یار زیاته کړه:

"د پروسس په برخه کې ان هغه دستګاوې او ځایونه نه لرو چې موږ وکولای شو، د ډبرو ارزښت معلوم او نښان ورباندې ووهو، په قانوني ډول یې صادرې کړو، کله چې په بهر کې د افغانستان کاڼي ګورو چې یو یې هم د افغانستان په نوم نه دی صادر شوی او د نورو هېوادونو په نومونو صادریږي چې د افغانستان د اقتصاد لپاره دردونکې ده."

اغلې حبیب یار زیاته کړه چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج او پروسس لپاره یو د دستګاوو د نصب او د یو لړ حقوقي طرزالعملونو د تصویب لپاره چمتو شوي دي.

اشرف غني: کانونه په اوږد مهال کې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې مهمه سرچینه ده.
اشرف غني: کانونه په اوږد مهال کې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې مهمه سرچینه ده.

د کانونو د غیر قانوني کیندنو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې کانونه په اوږد مهال کې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې مهمه سرچینه ده.

خو د قیمتي ډبرو په اړه د کانفرانس ګډونوال وایي، که د غېر قانوني کیندنو مخه ونه نیول شي، حکومت به هیڅکله هم له کانونو څخه لازمه او د پام وړ ګټه ترلاسه نه شي کړای.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG