د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

بېدار: لوګر کې د درېیو خویندو وژنه یو نه بخښونکی جنایت دی


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په لوګر ولایت کې د درو خویندو وژل وغندل او له حکومت څخه یي وغوښتل چې د دغه پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي.

یاد کمېسیون وايي، دغه عمل چې په هر دلیل تر سره شوی وي، له بشري حقونو څخه سرغړونه او یو لوی جنایت دی.

په افغانستان کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار له ازادي راډیو سره خبرو کې له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د دغې قضیې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یي وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د نا معلومو کسانو له خوا د درېیو خویندو وهل ټکول او بیا وژل د بشریت په وړاندې یو نه هېرېدونکی جنایت دی.

هغه زیاته کړه:

"په هر دلیل او انګېزه چي وي دغه عمل دغه غیر انساني او غیر شرعي عمل جرم ګڼل کېږي او دغه عمل د افغانستان له نافذ قانون سره په ټکر کې دی."

ښاغلی بېدار وايي، اکثره نا پیژنده وسله وال کسان د افغان امنیتي ځواکونو له کمزورۍ څخه په استفادې دغه ډول جنایتونه کوي چې حکومت یې باید مخنیوي ته هڅې وکړي.

د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیوته وویل چې نا معلومو وسله والو د شنبې په ورځ د یوې کورنۍ درې نجونې چې عمرونه يي ۸،۱۸ او ۲۰ کلونو ته رسېدل تر وهلو ټکولو ورسته په ډ‌زو ووژلې.

د لوګر ولایت مسولین وايي چې دغه پېښه په هغه سیمه کې شوې چې د حکومت په لاس کې نه ده او ډاډ ورکوي چې دغه قضیه به په جدي توګه وڅېړي.

تر دې دمه د دغه پېښې څرنګوالی نه دی معلوم او پړه يې هم چا پر غاړه نه ده اخیستې.

خو د لوګر ولایت د ولایتي شورا مشر سید قریب دغه پېښه د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې دغه درې خوېندې د یوې غریبي کورنۍ څخه وې چې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شوي دي:

"دا یوه مظلومه کورنۍ ده چي هیڅ ډول روابط له حکومت سره نه لري او اولادونو یي پر سر سپینه خاوره بارکړې وه او د کور په خوا روانې وې چي دغو ظالمانو له خوا په ډزو وویشتل شوې."

تر دې وړاندې هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو لکه کندهار، جوزجان، پروان او داسي نورو کې ښځې د نا معلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې دې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته په لوګر ولایت کې امر شوې دې چې د دغو درېیو خویندو قضیه وڅېړي او جدي اقدامات وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

هغه زیاته کړه:

"دا یوه ناامنه سیمه ده، لرې پرته سیمه ده او له دې سره سره د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو ته امر کړي دي چې هر څومره چې ژر کېږي خپل تحقیقات پیل کړي او د دغه قضيې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو نه مجازات کول د دې سبب شوې دې چې د ښځو په وړاندې نور هم تاوتریخوالی ډېر شي.

دغه کمېسیون له حکومت څخه غواړي چې د ښځو په وړاندي دې د تاوتریخوالي له عاملینو سره جدي عمل وشي او پرې نه ږدي چې د ښځوو په وړاندې تاوتریخوالې نور هم ډېر شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG