د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

ناصري:لاهم په ځینو سیمو کې پر ښځو غیر رسمي عدالتونه پلي کیږي


د بيړنیو مرستو او پراختیا په نامه یوه مدني ټولنه وايي، حکومت دې ښځو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوي ته عملي اقدامات وکړي.

د دې ټولنې مسوولینو د چهار شنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې وویل، د افغانستان ښځې په مرکز او ولایتونو کې د نارینه او کورنیو له خوا له تاوتریخوالی سره مخامخ دي خو مسوول ارګانونه یې پوښتنه نه کوي.

دوې اندیښنه وښوده چې که د دې ستونزې حل ته جدي تدابیر ونه نیول شي شته ستونزه به نور هم زیاته شي.

افغان چارواکي وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په جدي توګه منع دی.

سره له دې چې په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې حکومت، په لسګونو کورنۍ او بهرنۍ غیر دولتي موسسې او مدني ټولنې، د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره هڅې کوي خو د افغانستان د بيړنیو مرستو او پراختیا په نامه ټولنه وايي، په دې هېواد کې اوس هم د ښځو پر وړاندې زور زیاتی روان دی.

د دې ټولنې مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې، د ښځو او ځوانانو په یوې ناسته کې وویل، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي په اړه مستند راپورونه خپریږي خو مسوول ارګانونه يې پر وړاندې غوڅ اقدام نه کوي.

د دې ټولنې مشرمحمد شعیب ناصري وویل، اوس هم په ځینو سیمو کې پر ښځو غیر رسمي عدالتونه پلي کیږي او دا دود باید له منځه یوړل شي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه:

"په افغانستان کې موږ د دې شاهدان یو چې افغان میرمنې او نجونې په مختلفو پلمو وهل او ټکول کیږي خو پوښتنه یې نه کیږي. بله دا چې په ځینو سیمو کې غیر رسمي عدالتونه اوس هم حاکم دي او ښځو ته په غیر قانوني او غیر رسمي توګه سزاګانې ورکوي حال دا چې حکومت عدلي او قضايي ارګانونه لري. پر حکومت غږ کوو چې خپل اړوند ارګانونه دې پیاوړي کړي چې قانون پلی شي."

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې په پروان او فاریاب ولایتونو کې ښځې د میړونو له خوا وژل شوي دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، د هېواد د نافذو قوانینو او د شرعي احکامو پرته، د ښځې او یا د نارینه شکنجه کول روا نه دي.

د دې وزارت استازی عبدالعظیم چې په دې ناسته کې موجود و، د موضوع په اړه یې وویل:

"د اسلام په دین کې هیڅ ډول خشونت، تبعیض او تکبر ځای نه لري، خشونت د اشخاصو د اغراضو او ناوړه دودونو زیږنده ده، زموږ په هېواد کې هیڅوک د خشونت صلاحیت نه لري."

د افغانستان د بشر د حقونو د کمېسیون استازې لطیفي سلطاني وویل، په هېواد کې اوس هم ښځو ته لازم حقونه نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني ډیرځلي په خپلو خبرو کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی او د ښځو د سیاسي او تولنیزو حقونو خوندیتوب، د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې نجونه په زوره ودیږي، د ښځو د بدن غړي یې پري کیږي او کله کله د تاوتریخوالي له امله د کورونو پریښودلو ته هم مجبوریږي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG