د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

ته ینج: د عطا محمد نور وروستۍ څرګندونې غیر مسوولانه دي


د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد تینج
د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد تینج

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د بلخ سرپرست عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د بلخ د محلي حکومت د ضعیف او خلکو ته د نه منلو فعالیت له امله ګڼلی دی.

د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد تینج وايي چې عطا محمد نور په دې دلیل چې د بلخ په محلي حکومت کې له نواقصو او موجود تشو څخه د پردې له پورته کېدو مخ نیوی وکړي د ولسمشر په لومړي مرستیال او د امنیت شورا په سلاکار یې دا بې اساسه تورونه پورې کړي دي.

ښاغلي تینج په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ توصیه دا ده چې له دې ډول څرګندونو څخه دې پرهیز وکړي، خپلو نواقصاتو او تشو ته دې د حل لاره پیدا کړي او خلکو ته دې قناعت وکړي، په داسې پېښو کې دې نور شریک ونه ګني."

درې ورځې دمخه د بلخ ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع او د دې شورا یوه غړي اصف مهمند د بلخ محلي حکومت اداره د نورو قومونو د سیاسي حقونو په وړاندې پر تبعیض درلودلو تورنه کړه.

دوی وویل چې د بلخ حکومت رهبري او خاصتاً ښاغلي نور د دې ولایت په ډېرو برخو کې وسلې ویشلي دي او د عطامحمد نور په مشرۍ یې د محلي حکومت کړنه استبدادي وګنله.

نور: جنرال دوستم او حنیف اتمر هڅه کوي څو د بلخ وضعیت له کرکېچ سره مخ کړي.
نور: جنرال دوستم او حنیف اتمر هڅه کوي څو د بلخ وضعیت له کرکېچ سره مخ کړي.

له دې وروسته د بلخ سرپرست والي د یادو څرګندونو په وړاندې د غبرګون په مقصد د بلخ له قومي مشرانو او د ولسي جرګې له استازو سره یوې مشورتي غونډې ته حاضر شو او په شدیدو الفاظو یې وویل چې د ولایتي شورا دا استازي د ولسمشر لومړي مرستیال او د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له خوا په بلخ کې د حکومتي فعالیتونو په وړاندې مزاحمت ته هڅول کیږي.

ښاغلي نور زیاته کړه چې جنرال دوستم او حنیف اتمر هڅه کوي ترڅو د شمال او خاصتاً د بلخ وضعیت له کرکېچ سره مخ کړي.

هغه وویل:

"دوی چې یو یې په امنیت شورا کې دی، بل یې د حزب اسلامي مربوط کیږي او بل یې د ولسمشر لومړی مرستیال دی لاس یې سره یو کړی دی ترڅو د شمال او بلخصوص د بلخ وضعیت خراب کړي."

تر دې مخکې د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید هم د امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر په بلخ کې پر بې ثباتۍ او د ناامنۍ په رامنځته کولو تورن کړی دی.

د امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د یادو اظهاراتو په ردولو سره وايي چې دا ادعاوې غیر مسوولانه ترسره شوي او باید یې په وړاندې قانوني چلند وشي.

هغه له دې سره چې د بلخ ولایتي شورا مشر خبرې بې بنسټه وګنلې، وویل چې د خلکو استازي د دا ډول بې بسنټه بیاناتو په واسطه نه باید عامه اذهانو ته صدمه ورسوي.

غورځنګ د بلخ ولایتي شورا مشر خبرې بې بنسټه وګنلې.
غورځنګ د بلخ ولایتي شورا مشر خبرې بې بنسټه وګنلې.

غورځنګ زیاته کړه:

"د خلکو غوښته له هغه استازو چې څخه په ولایتي شوراګانو کې وي او یا هم په مجلس کې دا نه ده چې د تورونو په پورې کولو او افطراحات په بیان سره عامه اذهان مخشوش کړي."

ښاغلي نور د اسلامي حزب یو قومندان جمعه خان همدرد هم په بلخ کې نا امنۍ ته په لمن وهلو تورن کړی، خو له زیاتو هڅو سره بیا هم ونه توانېدو چې د جمعه خان همدرد نظر له ځان سره ولرو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جمعیت او جنبش اسلامي ګوندونو د پلویانو ترمنځ په شمالي ولایتونو کې اختلاف زیات شوي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG