د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د طالبانو په اړه د حکومت له وروستي دریځه د ښاغلي "نور" ملاتړ


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د طالب وسله والو په وړاندې د ملي یووالي حکومت له وروستي دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي نور چې د پنجشنبې په ورځ د ثور د اتمې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د دوست او دښمن په اړه د مشخص تعریف نشتون سبب شوی وو چې ناامني ورځ تر بلې زیاته شي.

ښاغلی نور وویل چې د طالب وسله والو په وړاندې د یوه مشخص سیاست نه موجودیت هم دوی ته دا جراات بخښلی وو چې خپلو مرګونو حملو ته دوام ورکړي.

نور وویل:

"تر دې دمه چې مو هر څه دښمن ته ویلي وو، اوس باید په ترسره شوېو څرګندونو عمل وشي او یادو ځنورانو ته اجازه ورنه کړل شي ترڅو نا امنۍ او وحشت ته لمن ووهي."

نور هیله مند دی چې یو ځل بیا طالبانو ته له دولت سره د مذاکراتو زمینه مساعده نه شي او د بیا ځل لپاره حکومت د دې بلواګرو فریب ونه خوري.

نور وايي چې تمه لري ترڅو د ولسمشر اشرف غني وروستۍ څرګندوې له یوې بحراني مرحلې څخه د ګذار په هدف نوی ترسره شوی او د یادې ډلې په لمنځه وړلو باید تاکید وشي.

نور زیاته کړه:

"هیله لرم چې د ولسمشراشرف غني وروستۍ څرګندونې له یوه بحراني وضعیته د ګذار په هدف نه وي ترسره شوی او مخالفینو ته بیا د مذاکراتو زمینه مساعده نه شي او بیا د دې وحشي انسان وژونکو فریب ونخورو."

عطا محمد نور په افغانستان کې دوامداره نا امني د ګاوندي هېوادونو او نړېوالې ټولنې د مداخلې له امله بولي.

نور خپلو پخوانیو خبرو ته په اشارې سره ویلي دي چې طالبان او دې ته ورته افراطي ډلې د نړېوالې ټولنې او غرب د تېروتنې له امله په افغانستان کې رامنځته شول.

هغه وايي:

"د طالب د رامنځته کولو او افراطي ډلو په رامنځته کولو کې که تاسو مرسته نوی کړې موږ به نن ورځ د دې بد وضعیت شاهدان نه و، هم نړېوالې ټولنې اشتباه کړې هم ګاونډي هېوادونو او هم غربیانو په مجموعي ډول اکثریت هېوادونو د افغانستان په حق کې ظلم ترسره کړی دی."

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی نور په افغانستان کې د جګړې د دوام په خاطرغربیانو ته د نیوکې ګوته پورته کوي، بلکې تردې دمخه یې هم ورته څرګندوې ترسره کړي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG