د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

عظیمي: جنرال دوستم شمال کې په دولتي امکاناتو ګوندي ګټې پالي


په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت ځیني استازي وايي جنرال دوستم په شمال کې له دولتي امکاناتو په ګټې اخیستنې خپلې ګوندي ګټي پالي.

دغه استازي وايي، که په شمال کې د جنرال دوستم د خپل سریو مخه ونه نیول شي د شمالي ولایتونو امنیت به لا پسې خراب شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت ځيني استازي ادعا کوي چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په شمال کې په خپل سر ګومارنې کوي او په دې ترتیب خپلې ګوندې ګټې پالي.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازی فرهاد عظیمي وايي، جنرال دوستم ته وفادار خلک په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د پولیسو په پوستو او دولتي تاسیساتو کې خپلې ملېشې ځای پر ځای کوي.

فرهاد عظیمي د یکشنبې په ورځ ازادي په دې اړه راډیو ته وویل:

"هغه موضوع چې په سرپل، جوزجان او فاریاب کې عمومیت لري هغه داده چې په دغو ولایتونو کې له دولتي امکانانو په ګټې اخیستې د یویې ډلې چې جنرال دوستم پورې تړلې ده د پیاوړي کېدو هڅه کېږي، موږ داسې نمونه لرو چې په سرپل کې د شاهراه قطعې له پوستې او یا تاسیساتو منسوبین وېستل کیږي او د خلکو د پاڅون په نوم غیرې مسول وسله وال په کې ځای پرځای کېږي."

فرهاد عظیمي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د شنبې په ورځ د جمعیت اسلامي ګوند رئیس او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د جنبش ملي ګوند پر مشرتابه غږ وکړ چې په شمال کې دې خپلې ستونزې د زور نه بلکې د خبرو له لارې له دوي سره حل کړي.

لس ورځې وړاندې د افغانستان د شمالي ولایت فاریاب په المار ولسوالۍ کې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوند د ځینو قوماندانانو په خپلمنځي وسله واله نښته کې د دواړو لوریو لس تنه ووژل شول.

تر دې پېښې وروسته حکومت د قضیې د لا څېړنې په هدف یو کمېسیون وټاکه څو دغه موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د جنبش ملي اسلامي ګوند بیا په کلکه دا ردوي چې ګواګې جنرال دوستم په شمال کې د ګوندي ګټو په لټه کې دی.

د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته ینچ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج
د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج

"دا ډول ادعا چې کېږي دا له هغه کسانو سره د معلوماتو د نه موجودیت ښکارندوي کوي چې په دې اړه خبرې کوي، ګومارنې او مقررې د ملي امنیت شورا او سیمه ییزو ارګانونو سره په مشورې کېږي او د ملېشې جوړونې او د غیرې مسولو کسانو په واک کې د دولتي امکاناتو د ورکولو هیڅ ضرورت نشته."

په ورته وخت کې د افغانستان د شمالي پنځو ولایتونو قومي مشرانو او ځينې مخورو د شنبې په ورځ په شمال کې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوند ترمنځ د اختلافاتو او د شمالي ولایتونو د امنیت په باب د حکومت له اجراییه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلې دي.

د اجراییه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اجراییه رئیس په شمال کې امنیتي وضعیت ته په کتو په ملکي او امنیتي برخو کې د اصلاحاتو راوستل حتمي وبلل.

ښاغلي فیصل که څه هم په شمال کې د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو په اړه څه ونه ویل خو وايي اجراییه رئیس امنیتي مسولینو ته سپارښتنه کړې چې په شمال کې د خپل سریو مخه ونیسي او خلکو ته ډاډمن امنیت برابر کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG