د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

رباني: حکومت د ډېرو مهمو کارونو په ترسره کولو کې پاتې راغلی


د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند وايي د ملي یوالي حکومت له ولس سره د کړو ژمنو د ډېرې برخې په عملې کېدو کې پاتې راغلی.

د دغه ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د حکومت له لورې د شویو ژمنو عملې کېدل خورا مهم بولي.

د جمعیت اسلامي ګوند له دې کبله د ملي یوالي پرحکومت جدي انتقاد کوي چې ګواګې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلو ژمنو د عملي کېدو لپاره لومړني اقدامات هم نه دي کړي.

د دغه ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي د ملي یوالي حکومت د لویې جرګې په ګډون خپلې ډېرې ژمنې چې په هېواد کې د ثبات لپاره مهمې دي عملي نه کړې.

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه حکومت لکه څنګه چې د ملي یوالي حکومت په موافقتنامې کې ویل شوي تر اوسه د ډېرو مهمو کارونو په ترسره کولو کې پاتې راغلی، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې جوړېدل دا کار باید د دوو کالو په موده کې شوی وايې چې تراوسه نه دی شوی."

صلاح الدین رباني دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند د ملي ګنګرې په باب په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

له حکومت سره د حزب اسلامي په ګډون د وسله والو ډلو د یوځای کېدو هرکلی، په شمال کې د خبرو له لارې له جنبش اسلامي ګوند سره د ستونزو حل او ډېر ژر د جمعیت اسلامي ګوند د ګنګرې جوړول په کابل کې د جمعیت اسلامي د ناستې مهم پیغامونه و.

د جمعیت اسلامي ګوند په داسې حال کې پرحکومت د لویې جرګې د نه جوړېدو له کبله انتقاد کوي چې وړاندې د حراست او ثبات شورا هم پر حکومت ورته انتقاد کړی و او ادعا یې کړې وه چې ګواګې حکومت د دغې جرګې د جوړېدو اراده نه لري.

له دې ټولو سره ـ سره د ارګ ماڼۍ بیا دا نه مني چې ګواګې د ملي یوالي حکومت د خپلو ژمنو په عملې کېدو کې پاتې راغلی.

د جمهور رئیس یوه ویاند دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې حکومت شرایطو او امکاناتو ته په کتو له ولس سره کړې ژمنې یو په بل پسې عملي کوي.

ښاغلی مینه پال وايي د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې جوړېدل خپل شرایط لري چې په پوره کېدو به یې لویه جرګه هم راوبلل شي.

حکومت هغه ټولو وعدو ته چې کړې دي ژمن دی
حکومت هغه ټولو وعدو ته چې کړې دي ژمن دی

هغه زیاته کړه:

"حکومت هغه ټولو وعدو ته چې کړې دي ژمن دی همدا اوس تاسو ګورۍ کومې ژمنې چې له ولس سره د کار، امنیت او د سیسټم د اصلاح په برخه کې شوي دي یوه یوه د عملې کېدو په حال کې دي، د لویې جرګې لپاره باید وویل چې جرګه یوه ځانګړی تعریف او شرایط لري."

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی واقف حکیمي وايي که څه هم جمعیت اسلامي ګوند د حکومت یوه لویه برخه جوړوي خو له دې وروسته به ددغه ګوند غړي لا منسجم او فعاله شي.

واقف حکیمي وايي په هېواد کې راونو حالاتو ته په کتو ټول سیاسي حزبونه باید خپلې ستونزې د زور نه بلکې د خبرو له لارې حل کړي او د یو بل په منلو په افغانستان کې د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG