افغان حکومت د "رضا ګیلاني"زوی د پاکستان سفیر ته وسپاره
افغان حکومت د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ازاد شوی زوی نن په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپاره. د افغانستان دفاع وزارت وايي چې علي حیدر رضا ګیلاني یې دوه ورځ وړاندې د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د برمته کوونکو له منګولو ازاد کړی. ښاغلي ګیلاني د ټولو هغو لورو ستاینه وکړه چې د ده په خلاصون کې مرسته کړې وه. د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی چې دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځانګړو ځواکونو د تښتوونکو له منګلو ازاد کړ، وايي د افغان حکومت دا اقدام څرګندوي چې د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.