د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د پاکستان د پخواني صدراعظم کورنۍ د خپل زوی د ازادېدو هرکلی وکړ


د علي حیدر ګیلاني پلار او په پاکستان کې د دې پېژندل شوې کورنۍ نورو غړو د هغه د ازادۍ هرکلی وکړ او د خوشالۍ جشنونه یې جوړ کړل.

د پاکستان پخوانی صدراعظم سید یوسف رضاګیلاني او د هغه کورنۍ د علي حیدر د خوشي کېدو په خوشالي کې له ملتانه تر کشمیره په مختلفو سمیو کې خلکو ته شریني ور ویشي او خیراتونه کوي.

علي حیدر ګیلاني پرون سې شنبې د پکتیکا په ګیان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او د امریکا د سپیشل فورس په ګدو عملیاتو کې خوشې شو.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې امنیتی ځواکونو د سې شنبې په شپه په ګیان کې پوځي عملیات پيل او علي حیدر ګیلاني یې د القاعده شبکې له غړو خوشې کړ.

خو د ګیلاني کورنۍ په دې ارتباط د افغان امنیتي ځواکونو یادونه نه ده کړې.

د علي حیدر مشر ورور قادرجیلاني په ملتان کې خبریالانو ته وویل:

"پر موږ د لوی خدای ستره مهرباني شوې ده، علي حیدر درې کاله مخکې، د مې د میاشتې په نهمه تښتول شوی و، دا دی ترهغه درې کاله وروسته، نن د مې د میاشتې په لسمه خوشې شو."

د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی علي حیدر ګیلاني دیرش کلن دی.

دی د ملتان په خرم ټاون سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند ته د انتخاباتي کمپاین پر مهال وتښتول شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی جنرال چارلس کلیفلند ویلي چې دوی ته استخباراتي معلومات رسېدلي و چې د پکتیکا په ګیان سیمه کې یو تن برمته ساتل کېږي.

سید یوسف رضا ګیلاني چې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ میلادي کاله د پاکستان صدراعظم و، پرون په دې اړه خلکو ته وویل:

"زه هلي کوپټر ته پورته کېدم چې خبر را ورسېد چې زما زوی علي حیدر چې درې کاله مخکې تښتول شوی و، په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې خوشې شوی دی، ډېر خوشاله شوم او ستاسې د دعا له برکته یې ګڼم."

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې علي حیدر په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې علي حیدر به د روغتیايي معاینو تر بشپړېدو وروسته، خپل کور ته ستون شي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې علي حیدر په تېرو درې کلونو کې یو وار له خپلې کورنۍ سره ټلیفوني خبرې کړې وې.

د ده د خوشې کېدو لپاره په ځانګړو عملیاتو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG