د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی پکتیکا کې د عملیاتو پرمهال ازاد شو


افغان امنیتي بنسټونه وايي چې د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی یې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د برمته کونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو له ویاندویانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې علي حیدر ګیلاني روغ دی.

افغان حکومت وايي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالی کې یې د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی په هغو عملیاتو کې را خلاص کړی چې د القاعده پر ضد پلان شوي وو.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې علي حیدر ګیلاني یې د ګډو عملیاتو په نتیجه کې چې مشري یې افغان ځانګړو ځواکونو کوله د نیونکو له منګولو ازاد کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"تېره ورځ د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په مشري د القاعدې شبکې یوه ډله یا هسته له منځه ولاړه چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر ښاغلي سید یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني هم ازاد شو."

ښاغلی غورځنګ د ګیلاني د روغتیا په اړه ډاډ ورکوي، وايي چې هغه به پاکستان ته د ډیپلوماټیکو لارو وسپاري.

خو یو شمېر نورو افغان چارواکو بیا ویلي چې ګیلاني یې پاکستان ته سپارلی دی.

د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني پوره دری کاله وړاندې د پاکستان د ملتان ښار خرم ټاون له سیمې هغه وخت نامعلومو کسانو تښتولی وو چې د پیپلز ډلې لپاره په انتخاباتي کمپاین لګیا وو.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د علي حیدر ګیلاني خوشې کېدل تاید کړي دي.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دا عملیات د دوی د عملیاتو یوه برخه وه چې په کې یې د القاعدې اړوند ځينې کسان ژوندي هم نیولي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي په دې اړه پلټنې کوي چې د القاعدې دا ډله د کوم وخت راهیسې په هغه سیمه کې استوګنه وه.

وزیري وايي په دې اړه پلټنې کوي چې د القاعدې دا ډله د کوم وخت راهیسې په هغه سیمه کې استوګنه وه
وزیري وايي په دې اړه پلټنې کوي چې د القاعدې دا ډله د کوم وخت راهیسې په هغه سیمه کې استوګنه وه

هغه زیاته کړه:

"زموږ د جزوتامونو د عملیاتو په نتیجه کې د ښاغلي سید یوسف رضا ګیلاني زوی چې هلته د القاعدې د ډلې له خوا بندي وو ژوندی روغ او رمټ را خلاص شو، د دې تر څنګ د دوښمن څلور تنه وژل شوي او څو تنه یې نیول شوي او ټپیان شوي هم دي."

افغان حکومت د حمل میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې د شفق په نوم عملیات پیل کړي او وروستی دا لاسته راوړنه بیا د ځواکونو د بشردوستانه هڅو یوه بېلګه بولي.

د چارو کارپوهان وايي که د پولې هغې غاړې ته هم د تروریستي ډلو په وړاندې ورته عملیات وشي لرې نه ده چې دواړه هیوادونه به د ورانکاری فعالیتونو په وړاندې مطلوبه ډیرې ګټې تر لاسه کړي.

څیړونکی ناظم ګل وايي چې له دې لاسته راوړنې باید پاکستان حکومت ډیر څه زده کړي او د ښه او بد تروریست توپیر نور له ذهنه وباسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG