د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

غیر حاضرو وکیلانو ته د ولسي جرګې د اداري پلاوي خبرداری


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د تېر په څېر یو ځل بیا د جرګې د غړو غیر حاضري یوه ستونزه وبلله.

د ولسي جرګې اداري پلاوي وايي، د جرګې د غړو غیرحاضري د دې سبب کېږي چې جرګه له نصابه ولوېږي او ځینې قوانین او تقنیني سندونه پر خپل وخت تصویب نه شي.

د جرګې پلاوي د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، د جرګې د ځینو غړو دایمي غیرحاضریو، د کورنیو دندو د ترسره کولو په لار کې خڼدونه جوړکړي دي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي وویل، د ولسي جرګې کمېسیونونه مکلف دي چې د خپلو کمېسیونونو د غیر حاضرانو لست، اداري پلاوي ته وړاندې کړي.

ښاغلي ابراهیمي تاکید وکړ چې د جرګې غیر حاضر غړي دې، وروسته له دې له غیر حاضریو څخه په جدي توګه ډډه وکړي او که نه نو، د جرګې د کورنیو دندو له اصولو سره سم به وپوښتل شي.

د جرګې د غړو غیرحاضري د دې سبب کېږي چې جرګه له نصابه ولوېږي
د جرګې د غړو غیرحاضري د دې سبب کېږي چې جرګه له نصابه ولوېږي

هغه زیاته کړه:

"په تالار کې د خلکو څوکۍ تشې دي، دا څومره بده خبره ده چې د هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې ته وکیل صاحب غیرحاضریې، هیله ده دا غیرحاضري نوره تکرار نه شي او موږ مجبور نه شو چې د غیرحاضرانو لستونه په رسنیو کې خپاره کړو او یا ورسره قانوني چلند وکړو."

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې دا انتقاونه په داسې حال کې وشول چې په همدې ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارو د تنظیم د قانون طرحه،د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شوه خو، د نصاب د نه پوره کېدو له امله له تصویبه پاتې شوه.

د ولسي جرګې ځینو غړو هم د وکیلانو غیرحاضري د یوې عمده قانوني ستونزې په توګه وګڼله خو دا یي هم وویل چې د جرګې پر ځینو غړو سربېره، پخپله د اداري پلاوي ځینې غړي هم کله کله مسلسلې غیر حاضرۍ کوي.

د جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل:

"تاسې پخپله قضاوت وکړئ، ستاسې ډېر وخت په بهرنیو سفرونو کې تېرېږي،داسې وکیلان شته چې هره ورځ راځي او داسې وکیلان شته چې په کال کې هم یوه ورځ نه حاضريږي او هیڅوک ېې پوښتنه نه کوي، لومړی تاسې اداري پلاوی ځان اصلاح کړئ، بیا به موږ ځانونه اصلاح کړو."

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، د ملت سترګې ولسي جرګې ته اوړي او که جرګه د قانون سره سم خپلې دندې ترسره نه کړي، د ځینو ستونزو حل ته به،د لارو موندل ټکني شي.

هغه زیاته کړه:

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر

"د حل یوازینۍ لار داده چې که وکیل غیرحاضروي، باید تنخوا یې وضع شي، که دایمي غیرحاضروي، دنده ېې وځنډیږي او بله لاره دا ده چې د غیرحاضرانو نومونه دې په رسنیو کې خپاره شي څو موکلین د خپلو وکیلانو په اړه معلومات حاصل کړي."

په ولسي جرګه کې د وکیلانو غیر حاضري او د نصاب د نه بشپړېدو له امله د ځینو قوانینو د تصویبېدو ځنډېدل، نوې خبره نه ده، بلکې د دې جرګې په تېرو دورو کې هم ورته ستونزه بیا بیا تکرار شوې ده.

پخوا تردې د جرګې اداري پلاوې د جرګې د ځینو دایمي غیر حاضرانو نومونه په رسنیو کې هم خپاره کړل، خو د ستونزې د تکرار مخه ونه نیول شوه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG