د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

"استخباراتي معلومات رسنه یي کول په خلکو کې ویره اچوي"


ولسي جرګه او ځیني کارپوهان له افغان حکومت سره د ناټو د قوماندانۍ د استخباراتي اطلاعاتو شریکول مهم ګڼي خو پر ناوړه ټولنیزو پایلو یې اندیښنې ښيي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دې ډول اطلاعاتو خپرول به د خلکو پر ذهنونو ناوړه اثر وکړي.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندانۍ په دې وروستیو کې د اته مشکوکو ځان وژونکو عکسونه خپاره کړي او ویلې یې دي چې دا کسان هڅې کوي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځان وژونکې حملې وکړي.

په داسې حال کې چې د کابل ښار د وروستۍ تروریستي حملې ویره لا د خلکو له ذهنه نه ده وتلې، په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندانۍ د څو مشکوکو ځان وژونکو د نومونه په خپرولو سره، بیا هم د خلکو اندیښنې راوپارولې.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د هېواد له امینتي ارګانونو سره د دې ډول اطلاعاتو شریکول مهم ګڼي خو وايي چې مطبوعاتو ته د داسې مهمو اطلاعاتو را ایستل په خلکو کې ویره اچوي.

په کابل کې وروستۍ حمله
په کابل کې وروستۍ حمله

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"که دوی دغه استخباراتي موضوعګانې له امنیتي او استخباراتي ادارو سره شریک کړي، هغوی به یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او که له خلکو سره شریک شي نه یوازې دا چې ګټه به ونه کړي بلکې خلکو ته به ویره او ناوړه رواني حالت پیداکړي او د مودو لپاره به په دې حالت کې وي."

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندانۍ په تازه شپو ورځو کې د اته کسانو نومونه خپاره کړي او ویلي یې دي دغه کسان هڅه کوي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځان وژونکي حملې وکړي.

د دې قوماندانۍ ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ويې ویل چې د حقاني د شبکې او وسله والو طالبانو اته کسان غواړي چې د کابل، پروان، لوګر او خوست ولایتونو په مهمو سیمو کې ځان وژونکې حملې وکړي.

دې قوماندانۍ هیله کړې چې خلک دې ددغو ځان وژونکو په پیژندلو او نیولو کې له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ځیني افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونو ژمن دي چې د ترورېزم ضد مبارزه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي.

د دې کارپوهانو له ډلې محمد یوسف امین ځاځي ازادي راډیو ته وویل:

"ښه دا ده چې افغان او بهرني ځواکونه دا ډول استخباراتي اطلاعات یو تربله شریک کړي او مخنیوي ته ېې ګډ تدابیر ونیسي.که افغان ځواکونه په دې برخه کې کمزوري دي، بهرنیو ځواکونو ته پکار ده چې مرسته ورسره وکړي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت او ملي امینت د عمومي ریاست نظر ولرو خو اړیکو مو ورسره ټینګ نه شول.

یوازې د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل چې افغان امنیتي ځواکونه هڅې کوي چې د وسله والو مخالفینو هر ډول خوځښتونه شنډ کړي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"که دښمن په هر ځای کې هر ډول اقدام وکړي، د هېواد درې ګوني امنیتي ځواکونه به ورته کلک ګوزار ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې د هېواد او خلکو د ګټو پرضد عمل وکړي."

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو له خوا ګمارل شوي کسان افشاء او ونیسي.

دا پلاوی وايي، ترڅو چې دا کار عملي نه شي، د استخباراتي اطلاعاتو شریکول به ګټه و نه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG