د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ناټو د طالبانو د نورو انتحاري حملو د پلان په اړه خبرداری ورکړ


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو قواوو ګډه قومانداني وايي، امید دی چې افغانان به د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې د ۸ مشکوکو انتحاريانو په نیولو کې له ملي پولیسو او اردو سره مرسته وکړي.

دوی مخکې، د حقاني شبکې او وسله والو طالبانود هغو اتو انتحاري حمله کونکو نومونه هم خپاره کړل چې د دوی په وینا، د سترو حملو پلان لري.

په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند، قوماندان فریناندو ایستریلا د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې په دې اړه یې خپل کره استخباراتي معلومات له افغان امنیتي ځواکونو سره شریک کړي دي.

فریناندو ایستریلا زیاته کړه:

"ګډ ځواکونه باور لري چې د حقاني او طالبانو اته تنه په پروان، کابل ، لوګر او خوست کې پر مهمو ځایونو د انتحاري حملو پلان لري، موږ د دې کسانو په اړه معلومات ځکه خپاره کړوو چې زموږ له افغانو همکارانو سره مرسته وکړي چې ویې نیسي او په راتلونکې کې د حملو مخنیوی وشي."

په کابل کې د تېرې اوونۍ سې شنبې په خونړی برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان مړه او ټپیان شول چې مسئولیت يې وسله والو طالبانو واخیست.

خو د افغانستان حکومت وویل چې حمله حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای. اس. ای په همکارۍ کړې وه.

په افغانستان کې د امریکايي قواوو ویندوي وویل، دې حملې څرګنده کړه چې تروریستان لا هم د پلازمینې په زړه کې د سترو حملو توان لري.

د فریناندو ایستریلا په وینا، ائتلافي ځواکونه کره استخباراتي معلومات لري چې د حقاني شبکه او وسله وال طالبان بیا هم په کابل او شاوخوا سیمو کې د سترو انتحاري حملو پلان لري.

فریناندو ایستریلا زیاته کړه:

"موږ ولیدل چې تروریستانو د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د پخوا په پرتله ستره حمله وکړه نو غواړو چې ټول خلک د دوی د مشکوکو وسله والو په موندلو کې مرسته وکړي څو د داسې حملو مخنیوی وشي، موږ له افغان حکومت اوامنیتي قواو سره د همکارۍ لپاره د دې مشکوکو تروریستانو په لټه کې یوو."

د ائتلافي ځواکو په خبرپاڼه کې د ټلیفون څو شمېرې اعلان شوي چې خلک د مشکوکو وسله والو یا فعالیتونو په اړه معلومات له نړیوالو قواوو سره شریک کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوي وویل چې دوی د مشکوکو کسانو په اړه دسمو او ناسمو معلوماتو د بېلولو وسایل لري.

XS
SM
MD
LG