د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د تېلو بیه نړیوالو بازارونو کې تر ټولو ټیټي کچې ته لوېدلې


د نړۍ په بازارونو کې نن سهار د اومو تېلو بيه وروسته له هغې په وروستیو دوومیاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېده چې د تېلو صاردونکي د بیو د لوړېدو په هدف د تېلو د تولید د کموالي لپاره یوې موافقې ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

د تېلو بیه په سلو کې ۶،۸ را لوېدلې او په نیویارک کې د یوه بېرل تېلو بیه ۳۷ ډالرو ۶۱ سنتو ته راټیټه شوه.

دا د تېرې فبرورۍ د میاشتې راهیسې د تېلو ترټولو ټیټه بیه ده.

هغه مهال د اومو تېلو د بيو رالوېدو د اسیا د اسهامو په مارکېټونو کې له انرژۍ سره په تړاو کمپنیو د سهامو ارزښت کم کړی و.

د روسیې د اسهامو بیې هم راټیټې شوي چې فیصدي يې نن سهار وختي څه باندې څلورو ته ورسېده.

د روسیې روبلو هم د امریکایي ډالراو ایرو په مقابل کې خپل ارزښت شاوخوا درې فیصده له لاسه ورکړ.

د قطر په مرکز دوحه کې پرون د روسیې په ګډون او له ایران پرته د تېلو د صادرونکو سازمان اوپیک زیات شمېر غړو ګډون کړی و.

له څوساعته خبرو وروسته د قطر د انرژۍ وزير محمد صالح السادة وويل، دوى پر دې مسئلې د بحث لپاره اضافي وخت ته اړتيا لري:

"موږ د تېلو د توليد د کمولو پر بېلابېلو اړخونو او د دې کار پر نتايجو بحث وکړ، په دې غونډه کې دې نتيجې ته ورسېدو چې د نورو سلا-مشورو لپاره تر جون مياشتې پورې نور وخت ته اړتيا لرو چې د اوپيک سازمان ټول غړي هېوادونه به په خپلو کی او له نورو سره مشورې وکړي."

سعودي عربستان چې د تېلو ستر صادرونکی دی، وایي، د تولیداتو هر ډول کمېدل باید د اوپیک د سازمان پر ټولو غړو الزامي وي.

خو ایران چې د اوپیک غړی دی، ټينګار کوي، تر هغو د خپلو تېلو توليدات نه کموي چې د توليداتو کچه يې هغه حد ته چې د نړيوالو بنديزونو تر لګولو مخکې و نه وي رسولې.

لوېدیځ پر ایران د اټمي پروګرام په خاطر دغه بندیزونه لګولي و چې د اټمي موافقې په نتیجه کې لېرې شوي او تهران ویلي چې غواړي د تېلو تولیدات په ورځ کې یو میلیون بېرله نور زیات کړي.

د قطرد انرژۍ وزیر وویل چې د اوپیک د سازمان غړي به په جون میاشت کې په ویانا کې سره وګوري چې بیا د تېلو د تولید په احتمالي کموالي غور وکړي.

په همدې حال کې د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر نوواک د پرونۍ غونډې په پاى کې وويل، کرملين په غونډه کې تودو بحثونو او د ايران د دريځ ته په پام سره ډېرخوشبین نه و چې د تېلو د توليد د سطحې د کموالي لپاره به ګډونوال يوې موافقې ته ورسېږي.

روسیه چې له سعودي عربستان او د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته د نړۍ د تېلو دریم سترصادرونکی دی، د اوپیک د سازمان غړی نه ده.

XS
SM
MD
LG