د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

امرخېل: داعش وسله والو له زابله غزني ولایت ته مخه کړې


د غزني امنيه قوماندان وايي، په وزيرستانونو کې د پاکستاني پوځ د علمياتو له پيل سره جوخت ګڼو وسله والو ډلو افغانستان، بيا په ځانګړې توګه دغه ولايت ته مخه کړه.

د امنيه قوماندان په خبره د کوټې شورا په هدايت ځينې ډلې غزني ته تللي چې په هغوی کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

په وروستيو راپورونو کې ويل شوي چې داعش ډلې د غزني په څو ولسواليو کې فعاليت پيل کړى دى.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د غزني له امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نه پوښتنه کړې چې په دې ولايت کې د داعش او نورو دولت ضد وسله والو ډلو فعاليت له کله زيات شوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
مستقیم لېنک

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان له نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل وروسته له هغه چې داعش ‌ډله په ننګرهار کې وځپل شوه په نورستان او کونړ کې خپل تحرکات پیل کړي دي.

نوموړي ویلي چې د داعش ډلې مرکز په ننګرهارکی له منځه تللی او دا ډله د نوې مرکز د جوړېدو په لټه کي ده.

مخکې د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخېل هم ازادي راډيو ته ویلي وو چې داعش په ننګرهار کې تر ماتې وروسته کونړ ولایت ته مخه کړې ده.

داسې اوازې هم وي چې په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې مشر حافظ سعید هم په دې ډله کې کونړ ته تللی
داسې اوازې هم وي چې په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې مشر حافظ سعید هم په دې ډله کې کونړ ته تللی

ښاغلي سیدخېل ویلي وو چې د داعش ۸۵ کورنۍ له ننګرهار څخه د یاد ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته ورغلي دي.

په افغانستان کې د امریکا د عملیاتي ځواکونو ویاند وايي، داعش، د افغانستان له سلګونه ولسوالیو کې یوازې په یوه کې شته.

خو تر دې وړاندې د امریکا د پوځ یو جنرال ویلي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان د پام وړ فعالیت نشي کولای او وسله وال یې په ډېرو کوچنیو سیمو کې حضور لري.

په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتي ځواکونو ویاند جنرال ویلسن شوفنر ازادي راډیو ته ویلي و، داعش وسله وال چې مشرانو یې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې نوم ورکړی د افغانستان په ختیځ کې خپل فعالیتونه پراخ کړي، خو جنرال شوفنر وايي، داعش اوس د افغانستان له څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې په یوه کې حضور لري.

جنرال شوفنر وايي، دا وسله وال په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پلېدو وروسته افغانستان ته واوښتل.

تر دې وړاندې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور هم په بلخ ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت تایید کړی وو.

نور د دې ولایت د زارع او کنشده ولسوالۍ په تنج او دهه یک سیمو کې د خورشید ۲۱ نظامي عملیات څخه وروسته په یادو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت
نور د دې ولایت د زارع او کنشده ولسوالۍ په تنج او دهه یک سیمو کې د خورشید ۲۱ نظامي عملیات څخه وروسته په یادو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت

نووموړي په حوت میاشت کې د دې ولایت د زارع او کنشده ولسوالۍ په تنج او دهه یک سیمو کې د خورشید ۲۱ نظامي عملیات څخه وروسته په یادو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت هم تایید کړی و.

ښاغلی نور همدا راز ویلي و چې د خورشید ۲۱ پوځي عملیاتو له ترسره کېدو مخکې دوې افراطي ډلې داعش او طالبان په هڅه کې وو چې د بلخ په نا امنه کولو سره پر سمنګان او سرپل ولایتونو هم حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG