د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

په خوست کې مدني فعالانو ته د ولسي مبارزې لارې چارې وښودل شوې


نن د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د ولسي مبارزې په نوم هغه څلور ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید چې د مدني ټولنو دیرشو تنو غړو له پاره جوړ شوی وو.

یاد ورکشاپ چې د وسکار OSKAR په نوم د یوې غیر حکومتي موسسې له خوا رابلل شوی وو او نیمايي ګډونوالې يې ښځې او نجونې وې، دوی ته د سیاسي او ټولنیزو حقوقو د غوښتنو میتودونه او د لاریونونو پر مهال د تشدد او تاوتریخوالي د مخنیوي لارې چارې وښودل شوې.

د یاد پروګرام یو تن روزونکي سپین روان نورزي ازادي راډیو ته د ورکشاپ د موخو په تړاو داسې وویل:

"په دې څلور ورځني ورکشاپ کې چې ۳۰ تنو مدني فعالانو برخه اخیستې وه، دوی مو د ولسي مبارزې په تکتیکونو او لارو چارو پوۍ کړل، په دې کې ښځو او نارینه په یوه اندازه ګډون کړی وو، تر څو خلک وپوهول شي چې متشدیدې یا وسلوالې مبارزې پر ځای د ولسي مبارزې له لارې خپل حقوق او غوښتنې ترلاسه کړي."

د ښځو د ټولنو دوې تنې فعالانې هوسۍ او کامله اکبري وايي چې د تاوتریخوالي سره په ټولنه کې ستونزې ډېریږي.

دوی یاد ورکشاپ په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ګټور بولي او زیاتوي چې دا ډول برنامې باید لیرې پرتو سیمو او کلیو ته هم وغځول شي، تر څو ښځې خپل حقوق او د حق غوښتلو سوله ييزې لارې چارې زده کړي.

د ښځو د ټولنو دوې تنې فعالانې هوسۍ او کامله اکبري وايي چې د تاوتریخوالي سره په ټولنه کې ستونزې ډېریږي.
د ښځو د ټولنو دوې تنې فعالانې هوسۍ او کامله اکبري وايي چې د تاوتریخوالي سره په ټولنه کې ستونزې ډېریږي.

یو بل تن مدني فعال محمدزمان نظري وايي چې په وروستیو څلورو لسیزو کې د دوامداره جګړو له کبله ډیری خلک له تاوتریخوالي پرته د حق غوښتلو پر نورو سوله ییزو لارو چارو نه پوهیږي او همدارنګه له قوانینو سره نابلده دي.

دی زیاتوي چې د همدې موخې لپاره باید زموږ خلک په ځانګړي ډول مدني فعالان د ورکشاپونو او نورو روزنیزو برنامو له لارې دا هر څه زده کړي:

"په افغانستان کې څو لسیزې جنګ تېر شوی، تاوتریخوالی موجود دی، ولسونه د حق غوښتلو د سوله ييزو لارو چارو بې خبره پاتې شوي دي، نو دا ډول ورکشاپونه چې په سوله ییز ډول د حق غوښتنې او مظاهرو طرز او لاره ورته ښودل کیږي، ډېر ګټور دي ځکه دوی عملاً پدې برخه کې هر څه زده کوي."

د نظر خاوند زاهدشاه انګار په ټولنه کې د ډیموکراټیکو حرکتونو د ترویج او په دې لاره کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او نورو ممکنه مادي او ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره د ولسي مبارزې زده کړه مهمه بولي.

انګار زیاتوي، زموږ خلک باید په دې پوۍ شي چې هر څوک د خپلو رواء او قانوني حقوقو د ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي، خو د حق غوښتنې په دې لارو کې باید هېڅ ډول تشدد او تاوتریخوالي رامنځته نه شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG