د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه سپارښتنې


جنرال جوزیف ‌ډانفورډ او د دفاع وزیر اشټون کارټر دواړو تردې مخکې ویلي چې دوي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو ملاتړ کوي.
جنرال جوزیف ‌ډانفورډ او د دفاع وزیر اشټون کارټر دواړو تردې مخکې ویلي چې دوي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو لوی درستیز وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکې حضور په اړه يې پیشنهادونه او سپارښتنې د دفاع وزارت ته سپارلي دي.

جنرال جوزیف ‌ډانفورډ او د دفاع وزیر اشټون کارټر دواړو تردې مخکې ویلي چې دوي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو ملاتړ کوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، له روان ۲۰۱۶ کال وروسته يې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه پیشنهادونه د دفاع وزارت ته سپارلي دي.

جنرال جوزیف ډنفورډ چې تیره ورځ يې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل، دی او د دفاع وزیر اشټون کارټربه خپل پیشنهادونه او سپارښتنې په راتلونکې کوم وخت کې ولسمشر باراک اوباما ته وسپاري.

د متحده ایالاتو لوی درستیز وايي، دا مهمه ده چې واشنګټن او ناټو ژر پریکړه وکړي چې څومره سرتیري به راتلونکې ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې پاتې کیږي.

که څه هم په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې دی به په نوي ورځو کې د افغانستان د وضیعت له مخې د پاتې کیدونکو سرتیرو شمېر پیشنهاد کړي خو د امریکا لوی درستیز وايي، دی نور انتظار نه شي کولای.

واشنګټن او ناټو ژر پریکړه وکړي چې څومره سرتیري به راتلونکې ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې پاتې کیږي
واشنګټن او ناټو ژر پریکړه وکړي چې څومره سرتیري به راتلونکې ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې پاتې کیږي

د متحده ایالاتو د پوځ مشر وايي، ناټو باید پریکړه وکړي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له جنوری میاشت څخه په افغانستان کې څومره سرتیري ساتي.

د متحده ایالاتو پوځ د اوسني پلان له مخې په ۲۰۱۷ کال کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۹ زره او اته سوو نه شاوخوا پینځه نیم زرو ته راټیټ شي.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو او امریکا محارب ماموریت د ۲۰۱۴ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې پای ته ورسید خو واشنګټن او متحدان يې لاهم په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره سرتیري لري.

دا ځواکونه تر ډیره د افغانستان د امنیتي قواو د روزنې او هغوي ته د سلامشورو ماموریت پر مخ وړي.

راپور: رضوان مراد

XS
SM
MD
LG