د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

امريکايي سناتور: امریکایي سرتیري باید تر ۲۰۱۷کال وروسته هم افغانستان کې پاتې شي


سره له دې چې د امریکا د کانګرس یوه غړي له ۲۰۱۷ میلادي کال وروسته د خپلو سرتیرو پر پاته کیدو تینګار کړی؛ خو د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې په دې اړه پریکړه یوازې د امریکا د حکومت په لاس کې ده.

امریکایي سناتور "ټام ټیلیس" په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکایي سرتیري باید له ۲۰۱۷ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي ټیلیس دا خبرې د منځنۍ ختیځ هېوادونو ته د حقیقت موندلو په هدف له یوه پنځه ورځني سفر وروسته کړي دي.

نوموړي چې د جمعي په ورځ په لندن کې له اسوشیېټډ پرېس خبرې اژانس سره خبرې کولي؛ ویلي چې د دې سفر پرمهال یې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمیر امریکايي جنرالو سره هم کتلي دي.

په عین حال کې جمهوي ریاست هم په افغانستان د اسلامي دولت ډلې له خوا امنیتي ګواښونه تایدوي؛ خو وایي چې د امریکايې سرتیرو د پاتې کېدو پریکړه د امریکا حکومت کوي.

د جمهوري ریاست ویاند اجمل عابدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د داعش په اړه موږ په کراتو یادونه کړې چې داعش نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته هم یو ګواښ دی او د امریکا متحده ایالات چې ویلي خپل سرتیري به زیاتوي دا پریکړه د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د هغه هېواد کانګرس او خلکو پوري اړه لري."

امریکایې سناتور ټام ټیلیس همدارنګه ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه تیروتنه ده او دا ځواکونه باید د ۲۰۱۷ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.

خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې ورستیو کې ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال ترپایه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري پاتې شي.

ښاغلي اوباما ویلي، د هغو امریکایي سرتیرو شمېر به چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې پاتې کیږي؛ د روان میلادي کال په پای کې مشخص شي.

په عین حال کې یو شمیر افغان څيړونکي ټینګار کوي چې امریکا باید په افغانستان کې د عراق تیروتنه تکرار نه کړي او د ځواکونو د ایستلو پر مهال د افغانستان وضعیت په پام کې ونیسي.

د پوځي چارو کار پوه جاوید کوهستاني وویل؛ هڅه باید وشي چې په امنیتي برخه کېلاسته راوړنې خوندي شي:

"د ګواښونو او نا امنیو زیاتیدل په افغانستان کې موجود دي؛ نو زه د امریکایي سناتو دا لید لوری په ځای ګڼم ځکه چې موږ د درنو تجهیزاتو له نظره ډيرې ستونزې لرو؛ نن ورځ تر بل هر وخته ډير د نړیوالو مرستو لپاره افغانستان اړ دی؛ ترڅو اوسنی ثبات له منځه لاړ نه شي."

یو شمیر افغان څيړونکي وایي، که چېرې له وخته مخکي امریکا له افغانستان څخه بهر شي؛ نو دا هېواد به د اسلامي دولت ډلې او د حکومت وسله والو مخالفانو لپاره په خوندي ځای بدل شي.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هېواد امنیتي ځواکونه په اساسي ډول تجهیز کړي؛ ترڅو وکولای شي چې د وسله والو په وړاندې مقاومت وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG