د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د ځوانو فعالینو شبکې د یوناما وروستی راپور یو اړخیز وباله


د ځوانو فعالینو شبکې د یوناما وروستی راپور یو اړخیز وباله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو شبکه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستی راپور نیمګړی او یو طرفه ګڼي. د دغې شبکې غړو نن د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل، که ملګري ملتونه دغه ډول راپورنو ته ادامه ورکړي، بې طرفي به یې تر پوښتنې لاندې راشي. د دغې شبکې د غړو استدلال دادی چې افغان امنیتي ځواکونه د ملکیانو د تلفاتو لامل نه دي او په دې راپور کې باید امنیتي ځواکونو ته د ملکي مرګ ژوبلې نسبت نه وای ورکړل شوی. دوې ټينګار وکړ چې د ملکي وګړو اصلي عاملین وسله وال طالبان او نورې مخالفې ډلې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۳۵۴۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۴۵۷ ټپیان شوي چې طالبان په سلو کې د ۶۲ او افغان ځواکونه په سلو کې د ۱۷ مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي. ویډیو: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG