د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

"پر فعالو ښځو حملې د هغوی پر کړنو منفي اغیز کوي"


په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې د ښځو له پرمختګونو سره سره اوس هم د هغوی پر وړاندې ګڼ شمیر ستونزې په ځای پاتې دي.

افغان ښځې نه یواځې په کور بلکې په ټولنه کې هم تل له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ان په ځینو مواردو کې ژوبلې شوي او یاهم وژل شوي دي.

د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانې له موجوده وضعیت څخه د اندیښنې په ښودلو سره وايي چې په فعالو ښځو باندې حملې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د هغوی پر کړنو منفي اغیز کوي.

د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو د کمیسیون غړې او د ښځو د حقونو یو تن فعاله فوزیه کوفي وايي چې د حکومت له خوا د فعالو ښځو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې د حکومت نه پاملرنه د یوې بې اعتنايي د رامنځته کېدو لامل شوی.

اغلې کوفي د چهارشنبې په ورځ آزادي له آزادي راډیو سره په خبرو کې له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د ښځو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې خاص تدابیر په پام کې ولري:

"زه هیله منه یم چې د امنیتي تدابیرو لپاره هڅې وشي. مخصوصاً هغه ښځې چې فعاله دي. ځکه چې په افغانستان کې د پرمختګ سمبول دي؛ د دوی د امنیت لپاره باید خاص تدابیر ونیول شي؛ که چېرته پرې حمله کیږي باید دا قضیې جداً تعقیب شي."

کوفي همداراز وویل د افغان ښځو د پرمختګ دښمنان به نه یواځې وسله وال مخالفین وي؛ بلکې ممکن په دولتي او نادولتي سطحه کې هم ځینې کسان د ښځو پرمختګ نه غواړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزه شینواري د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې سخته ټپي شوه او له هغې مخکې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ له یوې انتحاري حملې څخه روغه ووتله.

د هلمند یوه ښځینه پولیسه اسلام بي بي او ورپسې د هغې ځای ناستې نګار، د لغمان د ښځو د ریاست سرپرسته ناجیه صدیقي او د دې ادارې مخکینۍ رییسه حنیفه صافۍ له هغو فعالو افغان میرمنو څخه وې چې په بیلابیلو پيښو کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د ښځو د یوې لسیزې پرمختګونو د خوندیتوب لپاره باید هڅې وشي.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مسوولې فتانه ګیلاني آزادي راډیو ته وویل؛ امنیتي ارګانونه باید د ښځینه فعالانو د امنیت د خوندیتوب پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي:

"دا د تاسف وړ دی چې اوس په ښځو باندې هم دوی حمله کوي؛ د افغانستان په تاریخ کې په ښځو باندې هیڅکله هم چا حملې نه دي کړي؛ بې مسوولیت کسان په ښځو باندې تجاوز هم کوي؛ بې حرمتي هم ورته کوي او سیاسي فعالانې وخت ناوخته تر حملو لاندې راځي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې تل یې په بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو له رول څخه ملاتړ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل؛ د ښځو لپاره د امنیت د ساتلو هڅې روانې دي او پر هغوی د حملې قضیې به په جدي توګه تعقیبیږي:

"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پالیسي دا ده چې له ښځو او په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د هغوی له رول څخه ملاتړ وکړي. کومې ښځې چې په دولتي او نادولتي برخو کې فعالیت کوي؛ موږ یې د امنیت د ساتلو لپاره پولیس موظف کړي دي."

د ښځو یو شمیر فعالانې وايي، یو شمیر کړۍ هڅه کوي چې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغان میرمنو د پرمختګ مخه ونیسي.

د دوی په خبره په افغانستان کې د ناسمو رواجونو او د ښځو د فعالیتونو په اړه د منفي ذهنیتونو موجودیت د ښځو د حقونو او آزادیو د تامین په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG