د لوګرسلګونه اوسیدونکو د شارلي ابدو مجلې پرضد مظاهره وکړه
د لوګر ولایت سلګونو اوسېدونکو نن په کابل کې د فرانسوۍ مجلې شارلي ایبډو پرضد چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتور یي خپور کړی مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د فرانسې د حکومت او د شارلي ایبډو مجلې پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومته یې غوښتنه کوله چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.