د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

بلخ: د ښځینه پولیسو کموالی، امنیتي ستونزې رامنځته کړي


په بلخ ولایت کې امنیتي چارواکي د ملي ځواکونو په لیکوکې د ښځینه پولیسو له کموالي اندیښنه څرګندوي.

د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې د امنیتي ځواکونو په صفونوکې د ښځینه پولیسو کموالی او یا هم نشتون سبب شوی ترڅو دا ځواکونه له متعددو امنیتي ستونزو سره مخ شي.

د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي د ملي امنیتي ځواکونو په صفونو کې د ښځینه پولیسو له کموالي څخه اندېښنه څرګندوي.

سمنواله نجیبه د بلخ د امنیې قومندانۍ د جنسیتي او حقوقي څانګې مدیره د امنیتي ځواکونو په صفونو کې د ښځینه پولیسو له کموالي شکایت کوي او وايي، چې په امنیتي ارګانونو کې د ښځینه پولیسو نشتون سبب شوی ترڅو امنیتي ستونزې زیاتې شي.

مېرمن نجیبه وايي، چې دوی هڅه کوي ترڅو په راتلونکو دوو کلونوکې ۵ زره تنه ښځې د ملي پولیسو صفونو ته را جذب کړي:

"موږ ښځینه پولیسوته چې ابتدايي زده کړې یې ترسره کړې وي، ضرورت لرو، باید یې یاده کړم، چې تردمه د ښځینه پولیسو د نشتون له امله له ګڼ شمېرستونزو سره مخ شوي یو، په نږدې راتلونکي کې به ۵ زره نوي پولیس جذب شي."

ډېری مواقع په ټولنه کې نا سم دودونه او همدارنګه ځیني وخت هم مذهبي تندروه چلند سبب شوی، چې نسبت نارینوو ته د ملي ځواکونو په صفونو کې د ښځو ګډون په مراتبو لږ ووسي.

په عین وخت کې ځیني مذهبي علما وايي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکوکې د ښځو ګډون هیڅ شرعي مشکل نه لري او په عین وخت کې باید کورنۍ د ملي ځواکونو په صفونو کې د خدمت کولو لپاره د خپلو لوڼو مخالفت ونه کړي:

"د هېواد امنیتي وضعیت ښه نه دی، دا یو اساسي ضرورت دی، چې د ملي ځواکونو په لیکو کې ښځې ګډون وکړي، هیڅ شرعي مشکل په کې نشته، له دې لوري باید کورنۍ د خپلو لوڼو مخالفت ونه کړي ترڅو د ملي ځواکونو په صفونو کې خدمت وکړي."

له بل لوري د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې بلخ ولایت کې نسبت نورو لومړۍ درجه ولایتونو ته د پولیسو تشکیلات په مراتبو کم دي او له همدې امله نا امني په دې ولایت کې زیاته شوې ده.

د بلخ د امنیت امرعبدالرزاق قادري یې په اړه ازادۍ راډیوته وویل:

"په بلخ ولایت کې نسبت کندهار، هلمند، کابل او هرات ته د پولیس تشکیلات په مراتبو کم دي، دا موضوع سبب شوې ترڅو د امنیت ټنګښت په برخه ګن شمېرستونزې رامنځته شي."

په همدې حال د بلخ د مدني ټولنې استازي هم له کورنیو څخه غواړي، ترڅو د ملي ځواکونو په لیکو کې د نجونو د خدمت کولو سره مخالفت ونه کړي او دا موضوع په امنیتي برخه کې د ټولنې اساسي ضرورت ګني.

مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG