افغانستان
طالبان: د ایران هوايي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران هوايي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته پرون چهارشنبې کابل ته الوتنې پیل کړې.
د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ایران هوايي شرکت، ایران اییر به کابل ته په اوونۍ کې یوه الوتنه کوي.
ایراني هوايي شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دوه افغان هوايي شرکتونه، اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر به هم ایران ته الوتنې کوي.
د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې وځنډولې.
خو سږ کال یو شمېر هوايي شرکتونو خپل فعالیت بیا پیل کړی چې تر ټولو وروستی یې د ترکیې هوايي شرکت و.
طالبان: ایران او پاکستان په یوه ورځ نژدې ۴زره افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، ایران او پاکستان په یوه ورځ نژدې ۴زره افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳زره ۴۳۷ تنه افغان کډوال له ایران او ۲۷۵ تنه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کډوال د جون په ۱۱مه د اسلام کلا، سپین بولدک اوتورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د جبري ایستلو او د سېلابونو په شان د طبیعي پېښو له امله لاپسې خراب شوی دی.
طالبانو د عرفې او لوی اختر درې ورځې رخصتي اعلان کړې، خو کره نېټې یې نه دي یادې کړي
د طالبانو د کارو او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې او لوی اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې، خو د دغو رخصتیو کره نیټې یې نه دي یادې کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر خپره کړې ویلي چې دغه رخصتۍ یې د خپلې رسمي کلیزې پر بنسټ اعلان کړې ده.
د طالبانو سترې محکمې د جون په ۷مه په یوه جلا خبرپاڼه کې راتلونکې یکشنبه د عرفې او دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې.
د عرفې او اختر یادې نېټې له سعودي عربستان سره یوه ورځ توپیر لري او همدې مسئلې په افغانستان کې دننه له عامو خلکو سره ګڼې پوښتنې را ولاړې کړي دي.
افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له سعودي عربستان سره اخترونه او روژې یوځای پيلوي، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا دویم ځل دی چې د سعودي او افغانستان اخترونه په یوه ورځ نه پيلېږي.
کرکټ؛ محمد نبي یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو غوره الراونډر ونومول شو
د کرکټ نړیوال شورا په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسیخېل یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ګټلی دی.
د "آیسيسي" په خبر کې راغلي چې نبي په روان شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلینډ پر وړاندې په توپ اچونه کې دوه لوبغاړي وسوځول چې له امله یې هغه د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ته رسېدلی دی.
خبر وايي، نوموړی له درېیم مقام څخه اول مقام ته رسېدلی چې د اسټرالیا له مارکس ستاینس یې دا مقام نیولی دی.
دغه راز د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په ډلبندۍ کې بیا راشدخان درېیم او فضل حق فاروقي شپږم مقام ته رسېدلي دي.
که څه هم تر دې دمه د شل اوریزو لوبو د لس غوره توپوهونکو په ډله کې هېڅ افغان لوبغاړی نهشته، خو رحمن الله ګربز په ورستیو دوه سیالیو کې د غوره لوبو له امله ۸ مثبتې نمبرې اخیستي او ۱۲م مقام ته راغلی، که هغه په پاتې سیالیو کې هم ښه وځلېږي، نو په لسو غوره توپوهونکو کې به یې نوم راشي.
د ویلو ده چې دا د روان شل اوریز نړیوال جام تر پایه پورې به د لوبغاړو په دې مقامونو کې ډېر بدلونونه راشي.
له نیوکو او اندېښنو سره سره طالبانو په کندهار کې ۱۲ کسان په درو وهلي
د بشري سازمانونو له نیوکو او اندېښنو سره سره د طالبانو د کندهار ولایت ابتدایه محکمې ۱۲ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو د کندهار د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ د دوی په ټکو د غلا، زنا او لواطت په تور وهل شوي دي.
طالبانو تېره اوونۍ په سرپل کې هم د څو مېرمنو په ګډون ۶۳ تنه په ورته تورونو په درو ووهل چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ غبرګونونه یې وپارول.
یوناما په عام محضر کې د درو وهلو پېښې وغندلې او د هغو ژمنو خلاف یې وبللې چې افغانستان د شکنجې د مخینوي په هدف کړي دي.
اوچا: دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو بوخت دي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي.
اوچا دغه څرګندونې نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
دغه سازمان ویلي، د کارګرو ماشومانو اوسنیو شمېرو د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه دوی اندېښمن کړي دي.
اوچا ټینګار کړی چې هر ماشوم د زدهکړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند حق لري.
بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایفپي" تازه ویلي، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
فوټبال؛ افغانستان له کوېټ ماتې وخوړه، خو اسیا جام ته د رسېدو هیلې یې لا ژوندۍ دي
د فوټبال د نړیوال او اسیا جامونو د لارموندنې په سیالیو کې افغانستان سه شنبه د جون په ۱۱مه نېټه له کوېټ هېواد ۱ـ۰ ماتې وخوړه او نیغ په نیغه یې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې چانس له لاسه ورکړ.
د الف ګروپ له لوبډلو افغانستان کوېټ ته او هندوستان بیا قطر ته سیالۍ وبایللې چې په پایله کې یې کوېټ او قطر اسیا جام ته نیغ په نیغه لار پیدا کړه.
افغانستان که څه هم د لوبې په لومړۍ نیمايي کې له کوېټ سره برابر روان و، خو د لوبې د دویمې نیمايي په یو اتیایمه دقیقه کې د کوېټ لوبغاړي ګول وواهه.
د اسیا فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د اسیا جام سیالیو لپاره به د لارموندنې درېیم پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د راتلونکي میلادي کال د مارچ په ۲۵مه نېټه پیل شي او د ۲۰۲۶م کال تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې به د هر ګروپ د سر لوبډلې د دې چانس پیدا کړي چې په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو له ډېرېدو اندېښنه لري
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا "ایفاېاو" وايي، د لوی اختر په رارسېدو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو او د قربانۍ لپاره د څارویو له لېږد او ذبحې څخه اندېښنه لري.
پرون سه شنبه جون ۱۱مه، دې څانګې په خپل ایکسپاڼه ویلي چې د کانګو تبې پېښې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.
په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۶ تنه مړه شوي دي.
طالب چارواکو اندېښنه ښودلې چې سږ کال دوو لومړیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله کانګو تبې ناروغي ۳۸ فیصده زیاته شوې ده.
په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د کانګو تبې له ۱۲۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې وې چې شاوخوا سل تنه یې مړه کړي وو.
له افغانانو سره د تعامل په هدف په بروکسل کې یوه غونډه جوړېږي
د اروپايي ټولنې د بهرني عمل خدمت (EEAS) له افغانانو سره د تعامل په هدف په بروکسل کې د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.
دغې ادارې سه شنبه په ایکسپاڼه کې ليکلي چې د افغانستان خلک يوازې نه شي پرېښودای او په دې غونډه کې د هغوى د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره تر ټولو اغېزمنې لارې چارې تر بحث لاندې نیول کېږي.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو همکارانو ته د ۱۵۰ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې ورکړي دي.
اروپايي ټولنې د خپل بیان په دوام کې ليکلي چې د دې ټولنې بشري مرستې د اړمنو خلکو لپاره د هيلې يوه کړکۍ ده.
د قحطي د مخنیوي هڅې؛ اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ د خطر د مخنیوي په هدف د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
د جرمني "ډيپياې" خبري اژانس ویلي چې دغه اندازه بشري مرسته پرون دوشنبه په بروکسل کې د اروپایي کميسیون له لوري مشخصه شوه.
خبر کې راغلي چې دغه اندازه پیسې به مرستندویه سازمانونو ته ورکول کېږي چې هغوی یې د بېوزله افغانانو په خوراکي توکو، سرپنا، روغتیایي خدمتونو او پاکو اوبو ته په لاسرسي مصرف کړي.
اژانس وړاندې ویلي، اروپایي ټولنه به پر دې سربېره ۱۱ میلیونه یورو پاکستان ته ورکوي چې هغوی یې هلته پر افغان کډوالو او د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي ولګوي.
اروپایي کمېسیون له ۱۹۹۴ کال راهیسې افغانستان سره ټولټال یو اعشاریه اته میلیارده یوورو مرسته کړې او له دې ډلې یوازې ۱۶۰ میلیونه یورو تېر کال افغانستان ته ورکول شوي دي.
د نړیوالو له دې مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت نازک ښودل کېږي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.