د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک، د جنورۍ پر ١٦ مه د پېښور په نښتر هال کې وړاندې کړل شوه.
دې ډرامې ته په سلګونه کسان لیدو ته تللي ول چې د کتونکو لخوا یې زښته ډېره ستاینه وشوه.
د رحمان بابا پر ژوند ،کلام او پیغام دا ډرامه نامتو لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي لیکلې او د ډایرېټکرۍ چارې یې د پښتو فلم یوه وتلي ستوري عجب ګل ترسره کړې.
ددغې ډرامې کتونکو تمه څرګنده کړه چې د پښتونخوا حکومت به د پښتنو پر نورو اتلانو لکه خوشحال خان بابا،پیرروښان ،فقیر ایپي،باچاخان او داسې نورو هغو پر ژوند او مبارزه هم ورته ډرامې جوړې کړې.
د ډرامې تنظيموونکي وايي، چې په پېښور کې په لومړي ځل داسې ډرامه ښودل کېږي چې په لومړۍ ورځ ورته خواوشا ۷۰۰ کسان نندارې ته ورغلي وو.
د رحمان بابا پر ژوند ډرامه: "هغه ښکلي ښکلي خلک"
۱
بیګا شپه د پښتو ستر صوفي شاعر رحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام د پېښور نښتر هال کې لومړۍ تییېټر ډرامه وړاندې شوه.د جنورۍ ۱۶مه نېټه ۲۰۱۲م کال
۲

۳

۴

۵