په افغانستان کې د جانان پهلوان نوم له نادرو لوبو او نندارو سره یادېږي، دی په بریتونو وزنونه پورته کوي، په غاښونو موټرسایکلې ټینګوي او پرسینه غټ او واړه موټر په سړه سینه تېروي.
جانان پهلوان اوس شپیته کلن دی، دی وايي:
(لس کلن وم نو مرشد مې دوعا راته وکړه، چې خدای دې پهلوان کړه، هغه و چې خدای یې دوعا قبوله کړه او زه پهلوان شوم .)
جانان پهلوان نه ډېره دنګه ونه لري او نه هم ډېر مزی او هډور سړی دی، دی وايي:
(زه هیڅ ډول ورزش نه کوم او خپلو لوبو ته وارله مخه تیاری نه نیسم، کرار پروت یم خوبونه کوم، کله چې د کومې لوبې راته وویل شي بیا لکه څوک چې چېرته څادرغوړوي، بې زحمته پرې ورځم لوبه تر سره کوم .)
جانان پهلوان په زرګونو داسې لوبې جوړې دي، خو د افغانستان د اولمپیک ریاست لا ده ته د نندارو د جوړولو موقع نه ده ورکړې. دغه کوچی پهلوان ګیله من دی، دی وايي:
(که چارواکي غواړي زه به دوي ته ننداره جوړه کړم او که بل چا تر ما ښه لوبه وکړه زه به ډېره لویه ناغه پرې کوم .)
د دغه پهلوان په اړه نور معلومات د ازادۍ راډیو ژوند په شیبو کې خپرونه کې واورئ.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شئ.